لوګر کې درې مهمې پوستې سقوط او د ولایت کمربند مات شو

عزم(پنجشنبه، ۲۱ زمری ۱۴۰۰): د لوګر ولایت په مرکز کې درې مهمې پوستې د وزیرکلا پوسته، د میراجان پوسته او د پاتخواب شانې پوسته د طالبانو لاسته ولویدلې.

د یادو پوستو په سقوط سره د ښار کمربند نور هم نږدې شوی او طالبان ولایت ته شیبه په شیبه نږدې کیږي.

ځینې سرچینې وایي چې د پل عالم له لوري د ښار کمربند مات شوی او طالبان د ښار څنډو ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو شیبې وړاندې د خوښۍ ولسوالۍ هم په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ولویدله او اوس یواځې د محمداغې ولسوالۍ له کابل حکومت سره پاته ده.

د یادونې وړ دی چې نن ورځ په مرکز کې ۱۱ پوستې او په محمداغه ولسوالۍ کې ۱۳ پوستې د طالبانو لاسته لویدلې وې، خو اوس تازه ویل کیږي چې د مس عینک ستر قرول هم د طالبانو لاسته لویدلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button