کابل حکومت د ولایتونو د مرکزونو سقوط اوس هم ټوکې ګڼي!

خط اول

تر تېر کوچني اختره حکومت فکر کاوه چې طالبان به نیول شوې ولسوالۍ او سیمې هم ونه‌شي ساتلی او دغه ځایونه به هم په کرار ـ کرار ترې بېرته ونیسو؛ نو ځکه یې د طالبانو شرطونو ته یې غاړه نه اېښوده او په لوی لاس یې د سولې خبرې اوږدولې.

د امریکا او ناټو سربېره د سیمې ځینو هېوادونو هم حکومت ته ډاډ ورکړی و، چې په مالي او پوځي برخه کې ورسره همکاري کوي؛ خو حکومت دې یوازې د سولې روان بهیر گډوډ کړي او یو څو میاشتې دې خبرې وځنډوي. حکومت خو په خپلو عسکرو ته یوازې شپږ میاشتې موده وټاکله چې تر شپږو میاشتو پښې کلکې کړئ او شپږ میاشتې وروسته به بیا نه جگړه وي او په اصطلاح طالبان به یې ټول ختم کړي وي.

له تېر کوچني اختر وروسته طالبانو د ولسوالیو نیولو ته کار ووایه. تر ۲۰۰ ډېرې ولسوالۍ، سلگونه لویې قرارگاوې، پوستې او زرگونه عسکر ورته تسلیم شول. په زړه پورې خبره دا وه چې طالبانو ولسوالۍ او قرارگاوې له ډېرې کمې جگړې پرته ونیول. نیول شوي/تسلیم شوي عسکر یې سهي سلامت رخصت کړل. د ولسوالیو د نیولو په دوران کې طالبانو بندرونو ته هم پام واړاوه. د هېواد مهم اووه بندرونه یې تر واک لاندې راوستل. حکومت یې هم په مالي او هم په نظامي برخه کې له پښو وغورځاوه. د مالیې وزارت د بندرونو له نیولو وروسته ومنله چې حکومت په مالي لحاظ کمزوری دی او یوازې په یوه میاشت کې یې یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ زیان کړی. په سیاسي لحاظ هم طالبان اوس پیاوړي شوي دي. د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه ډېر کړي او د افغانستان او سیمې په اړه اوس د هرې خبرې لپاره د طالبانو نظر اخیستل مهم دي. دغه هېوادونه هم پوه شوي چې طالبان په افغانستان کې یو سیاسي ـ نظامي ځواک دی.

له تېرې اوونۍ راهیسې طالبانو د ولسوالیو نیولو سربېره د ولایتونو د مرکزونو نیول هم پیل کړل. نیمروز لومړی ولایت شو چې طالبان په بشپړ ډول ونیو. په سبا یې جوزجان او تخار هم تر خپل واک لاندې راوستل. حکومتي عسکر ژر له جگړې لاس پر سر شول او طالبانو ته تسلیم شول. د نیمروز، تخار او جوزجان کیسې په رسنیو کې گرمې روانې وې، چې طالبانو د کندوز، بغلان، سرپُل، بدخشان، سمنگان، فراه  او غزني ولایتونو مرکزونه هم په بشپړ ډول ونیول. تازه یې د غور د فیروزکوه ترڅنګ، تر سختو جګړو او بمبار وروسته د کندهار او هلمند ښارونه هم تر خپلې سیطرې لاندې راوستل. طالبان لا هم کرار ناست نه‌دي او اوس یې هم د ځینو ولایتونو مرکزونه سقوط ته نږدې کړي او ځینې د سقوط پر غاړه ولاړ دي.

حکومت باید نور د طالبانو ماتولو خبرې ونه‌کړي. څه چې اوس ښکاره دي طالبان کمزوري شوي نه‌دي، بلکې په هر لحاظ پر ځان بسیا شوي دي. که فرض کړو، طالبانو له ۲۰۰ نیول شوو ولسوالیو څخه ۵۰ میله وسله تر لاسه کړي وي، نو طالبان اوسمهال ۱۰ زره میله وسله په لاس کې لري. که له هرې نیول شوې ولسوالۍ یې ۳۵ ټانگونه نیولي وي، نو طالبان اوسمهال ۶۰۰۰ ټانگونه لري. همدغه شمېره رینجرې، زرگونه مرمۍ، دهشکې، زیکویک او نورې سپکې او درنې وسلې یې هم نیولي دي. دغه وسلې له طالبانو سره مرسته کوي، چې نورې سیمې هم پرې ونیسي او پر مخ ولاړ شي.

د حکومت لوی زور هوايي بریدونه دي. په هوايي بریدونو کې امریکا هم له حکومت سره مرسته کوي. له بده‌مرغه په هوايي بریدونو کې یوازې ملکي وگړي، د ملکي وگړو کورونه، روغتونونه، پوهنتونونه، مارکېټونه او په ټوله کې شته بنسټونه نړېږي.

اوس هم وخت دی. په قطر کې اوس هم د حکومت استازي له طالبانو سره په خبرو بوخت دي. د حکومت غوږونه باید خلاص وي، چې طالبان نه‌شي ماتولای او باید د طالبانو غوښتنې منل شي. بندیان یې خوشې شي، د طالب مشرانو نومونه له تور لېست وویستل شي او د جگړې پر ځای د سولې لاره غوره کړي.

که کابل حکومت بیا هم د جگړې گټلو خوبونه گوري او طالبان ورته کمزوري ښکاري، نو د راتلونکې هرې بشري فاجعې پړه به ټول پر حکومت وي. ځکه کله چې د طالبانو د سولې طرحه په دوو میاشتو کې نه لوستل کېږي، بندیان یې نه خوشې کېږي او لا هم په جگړه ټینگار کېږي، بیا حکومت له دې پړې هم ځان نه‌شي خلاصولی، چې طالبان جگړې ته مجبوره شوي او له جگړې پرته بله لاره نه‌لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: