پکتیکا کې د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط؛ خیرکوټ ولسوالي هم د طالبانو تر واک لاندې راغله

عزم(‌شنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبانو څو شېبې وړاندې د پکتیکا ولایت د خیر کوټ ولسوالي هم ونیوله.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خیرکوټ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او ټول سیمې یې د دوی تر واک لاندې راغلي او په دغه ولسوالۍ کې مېشت عسکر تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له نیول شوې ولسوالۍ یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

«د پکتیکا ولایت  له خیرکوټ ولسوالۍ څخه هم مزدور دښمن وشړل شو. نن سهار د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات په بشپړه توګه فتحه او د مجاهدینو په کنترول کې شول.

عسکرو وسله په ځمکه کیښوده او مجاهدینو ته راغلل. ډيره وسله او ګڼ تجهیزات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button