عفوه، خو هر چا ته نه!

حضرت احمدشاه بابا د نړۍ له سترو فاتحانو څخه يو دی؛ خو ظالم، جابر، مستبد او استعمارګر نه و، ځکه بابا عالم او د علماؤ محب و. د پېښور د څمکنيو د ميا عمر صاحب مريد و، چې هندوستان ته به د غزا په نيت روان شو، نو د نوموړي (ميا صاحب) ملاقات ته به خامخا ورتللو. همدارنګه هندوستان ته د غزا او جهاد لپاره هم حضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله وربللی و.
حضرت احمدشاه بابا رحمه الله په ۱۱۶۲ هـ ش د پېښور له لارې لاهور ته روان شو، له ميرمنو معين الملک سره يې له يوې وړې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه او د ځينو سيمو ماليات راغونډول يې د هغه پر ذمه کړل، چې په ټاکلي وخت به يې احمدشاهي دولت ته سپاري. ولې ميرمنو معين الملک په ياده ژمنه پوره وفا و نه کړه. نو احمدشاه بابا د ده د ټکولو لپاره بيا لاهور ته وخوځېده. په شاهدره کې د دواړو ترمنځ جګړه وشوه او ميرمنو ماتې وخوړه، له بابا يې عفوه او بښنه وغوښته، نو ويې باښه او بابا دا پرې ومنله، چې د ده د حکوموت اطاعت به کوي او خپله دنده به په مخ وړي.
د مۍ مياشتې له لومړيو څخه تر تېرې يکشنبې پورې طالبانو کابل اداره نسکوره کړه. لومړی د نيمروز ولايت پرته له جګړې ونيول شول؛ ځکه د کابل ادارې والي او نور چارواکي پټه خوله له جنګ جګړې پرته ولايت نه لاړل. ورپسې د غزني والي (داود لغماني) د ولایت مرکز طالبانو ته پرېښود او خپله مخ په کابل روان شو، چې په ميدان ولایت کې د کابل ادارې د استخباراتو له لوري ونيول شو. ولې وروسته د ارزګان والي عمر شېرزاد مرکز طالبانو ته خوشې کړ او د نورو ولايتونو چارواکو هم د نوموړيو واليانو لاره تعقيب کړه. د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل په جلال اباد کې هر څه طالبانو ته ور وسپارل.
احمدشاه بابا چې د هندوستان، سند او اېران کومې سيمې نيولې؛ نو د هغو سيمو پخواني واليان يې بېرته د هماغو سيمو د واليانو او چارواکو په حیث پرېښودل. د لاهور حاکم معين الملک ميرمنو له بغاوتونو سره سره د بابا له لوري د لاهور د حاکم پر حيث تعينوي او له دندې څخه يې نه عزل کوي. د بابا دا کار يو غوره کار و؛ ځکه چې د ډهلي د مغولي حکومت له خوا کوم واليان ټاکل شوي وو، هغوی هم پرته له جګړې د بابا قيادت او سلطنت ومانه.
د افغانستان اسلامي امارت اوس هېواد تر خپل واک لاندې راوستی. نو هغه پخواني چارواکي، چې د امارت مجاهدينو ته تسليم شوي، اسلامي امارت بايد د هغوی په اړه ښه څېړنه او تحقيق وکړي او که مناسب و، هغوی بېرته په څوکيو وټاکي او له څېړنې پرته يې په دندو و نه ګماري، هسې نه چې د اسلامي امارت د لومړي ځل واکمنۍ د مهال د لیلې دښتې ناوړه کيسه تکرار نه شي؛ ځکه هغه وخت جنرال عبدالمالک طالبانو ته تسليم شو او بيا يې د شمالي ټلوالې په مرسته په زرګونو طالب مجاهدين د ليلې په دښته کې په ډېره بې دردۍ سره په شهادت ورسول.
اما د دوستم په څېر ستر قاتلين، چې هر چېرته طالب مجاهدينو ته په لاس ورشي، بايد هغه ونيول شي، د اسلامي محکمې له لوري محاکمه او په خپلو اعمالو پسې ور ولېږل شي. دوستم او د ده غوندې نور قاتلين د عفوې او بښنې وړ نه دي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې مکرمې د فتحې په ورځ عامه عفوه اعلان کړه؛ ولې يو څو کسان يې له دې څخه مستثنی کړل، چې په هغه کې دوې ښځينه هم شاملې وې.
عفوه او بښنه؛ خو ټولو قاتلانو ته نه. اما د پوهو کسانو (چې لاسونه يې د ملت په وينو سره نه وي) د هغوله تجربو څخه بايد ګټه پورته شي.

ليکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: