د ملکي هوايي چلند اداره: ډېر ژر به ملکي الوتنې پیل شي

عزم(‌یکشنبه، ۰۷وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، ډېر ژر به د افغانستان له ټولو هوايي ډګرونو ملکي او سوداګریزو توکو الوتنې پیل شي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اوسمهال د کابل په ګډون د هېواد له ټولو ولایتونو ملکي الوتنې درېدلي دي، خو ډېر ژر به ملکي الوتنې بیا پیل شي.: «ډېر ژر به د افغانستان له ټولو ډګرونو ته رسېدنه وشي، تر څو ټولې ملکي او سوداګریزې الوتنې بیا پیل شي او د هېوادوالو سونزې حل شي.»

د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي عسکرو د شتون له امله له دغه هوايي ډګر ټولې الوتنې ودرول شوې او اوس یوازې امریکايي عسکر او د دوی افغان همکاران ترې الوتنې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button