کوم اسلامي هېواد د نړۍ ۱۰۰ سترې الوتکې لري؟

هر غریب او شتمن هېواد تر یوې معلومې اندازې پورې جنګي او ملکي الوتکې ساتي، خو ایا پوهېږئ چې کوم هېواد د نړۍ تر ټولو سترې ۱۰۰ الوتکې لري.
نو که ځواب مو نه وي باید خبر شئ چې دا د اسلامي هېوادونو تر ټولو پرمختللی هېواد متحده عربي امارات دی.
یاد هېواد د نړۍ د سترې الونکو د تولید له شرکت نه شاوخوا ۱۰۰ الوتکې پلورې دي، چې د نورو هېوادونو د الوتکو په نسبت په یو وخت کې د زیاتو مسافرو د لېږد نړیوال ریکارډ لري.
A380 الوتکې چې ۱۰۰ یې له اماراتو سره دي د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې بلل کیږي او په یوه اوونۍ کې له دوبۍ نه نيويارک ته درې الوتنې کوي.
یاده الوتکه د نيويارک د جان ايف کېنډي تر هوايي ډګره پورې په ١٤ ساعته کې رسېږي او کولی شي له کومې دمې پرته په خپل لومړي پرواز سره ٨٠٠٠ ميله واټن ووهي.
دغه الوتکه چې Rolls RoyceTrent 900 او همداراز Alliance GP7200 ماشينونه لري؛ په یو وخت خپلو دریو واړو کلاسونو کې له ۵۵۰ زیات کسان انتقالولی شي.
باید وویل شي چې له کلونو مطالعې او څېړنو وروسته Airbus شرکت د يوې داسې الوتکې د طرحې او جوړونې لپاره په ١٩٩٩ زېږدي کال کې د ١٠،٧ ميليارد ډالرو په لګښت يوه پروژه په کار واچوله؛ څو داسې الوتکه جوړه کړي چې د پخوانيو الوتکو په پرتله زیات مسافر او سوداګریز مالونه انتقال کړي. نو هماغه و چې له زیاتو هڅو وروسته یې يوه نوې ۷۵۰ ټنه وزن لرونکې الوتکې جوړه کړه.
په دې نوي ابتکار سره Airbus ته لاره هواره شوه چې حتى د ٧٠٠ او ٨٠٠ مسافرينو د وړلو توان لرونکې الوتکې هم جوړې کړي چې د سيال شرکت Boeing 747-40 دوه برابره مسافر به وړلى شي.
د Boeing دالوتکو جوړولو شرکت چې له ايربس سره په سيالۍ کې دى د Airbus له نوي ماډل وروسته یې د ٤٠٠ سپرلۍ وړونکې الوتکه جوړه کړه، خو په بازار کې د ايربس د سترې الوتکې په شان پېرېدونکي نه لري.

خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button