د موسکا څرک: اوس پوه شوم چې د مکې مشرکینو مېرمنې ولې ژوندۍ خښولې!!

یو عرب لیکي: کله مې چې خپله مېرمن ولیدله چې سوپر مارکیټ کې یې د کور لپاره خوراکي توکي په ډېره مینه راټولول او لاسي رېړۍ ته یې اچول؛ پوه شوم چې بې له ښځې سړی هیڅ دی!

کله مې چې هغه ولیدله چې په ډېر دقت سره د هر شي د جوړښت او پای تاریخونه ګوري؛ پوه شوم چې مېرمن ولې نیمه ټولنه ده!

کله مې چې خپله مېرمن ولیدله چې د کورنۍ هر غړي ته ځان ځان ته شی اخلي؛ پوه شوم چې ښځه د مینې سرچنه ده!

خو کله مې چې د محاسب او کاونټر خوا ته د سامان بيل ولید؛ پوه شوم چې د مکې مشرکینو مېرمنې ولې ژوندۍ خښولې!!

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button