له کفارو سره د (ولاء او براء) يعنې د دوستي او دښمني نه پېژندل!

اسلام داسې دين دی، چې د هر څه لارې چارې په کې څرګندې دي، آن تر دې چې بيت الخلاء ته د ننوتلو او راوتلو طريقه يې هم ښودلې ده؛ ولې چې څوک يې نه پېژني او يا عمل پرې نه کوي، دا د هغو مسلمانانو ګناه ده. په اسلام کې کمی نه شته.
يوه ډېره ارزښتمنه مسئله، چې مسلمانان ورڅخه غافل او ناخبر دي، هغه له کفارو سره د دوستي او دښمني مسئله ده. ډېری مسلمانان يې بابيزه بولي او سېکولرانو خو بابيزه نه بلله، له کفارو سره دوستي يې، فخر او وياړ ګڼلو. ويل به يې: زمونږ دوست هېواد امريکا، زمونږ دوست هېواد انګلستان، زمونږ دوست هېواد هندوستان او … اما الله جل جلاله وايي: [یایها الذين امنوا لا تتخذوا عدوی وعدوکم اولياء…] اې مؤمنانو زما له دښمنانو او ستاسو له دښمنانو (څخه) دوستان مه نيسئ. د ممتحنه لومړی آيت.
الله جل جلاله خو له نژدې خپلوانو سره هم دوستي او ملګرتيا حرامه کړې ده. الله جل جلاله وايي: اې مؤمنانو! که ستاسو پلرونه او وروڼه له اېمانه کفر ډېر خوښوي، هغوی خپل سرپرستان مه جوړوئ او څوک چې دوی سرپرست جوړوي، نو همدوی ظالمان دي. د توبه ۲۳ آيت.
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وايي: «لا تصاحب الا مؤمنا ولايأکل طعامک الاتقی.» له مؤمن پرته دې له بل چا سره ملګرتيا مه کوه او ستا ډوډۍ دې له پرهېزګاره پرته څوک و نه خوري.
هو! په ۲۰۰۱ز امريکا او اشرباڼيو يې زمونږ پر ټاټوبي يرغل او هر اړخيز ظلمونه وکړل؛ خو د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا بچيانو هم تندريز بريدونه پرې وکړل او د شادو زامن يې تېښتې ته اړ وېستل. هماغه و چې د دوحې د تړون په اساس له افغانستانه ووتل او په ځانګړې ډول د امريکا لپاره د ويتنام تاريخ تکرار شو. امريکا او ملګرو يې د هغو بې ضمير افغانانو لپاره اعلان وکړ، چا چې له دوی سره کار کړی وو، هغوی کولی شي چې صلیبي هېوادونو ته د تللو لپاره خپل اسناد برابر کړي او هلته ورشي. نو په ۱۴۰۰/۵/۲۴ هـ ش چې د کابل ادارې ګوډاګی اشرف غني له خپل باڼد سره له هېواده وتښتېده او د اسلامي امارت مجاهدين کابل ته ننوتل، د مجاهدينو له ګواښ او خطر پرته ډېر خلک د بهرنيانو پر سفارتونو او د کابل پر نړيوال ډګر ور مات شول، چې په ګڼه ګوڼه او ټېل ماټېل کې ځينو ته مرګ ژوبله هم ورسېده؛ خو دا بې وجدانه وګړي شرم او حياء نه لري. په هوايي ميدان کې صليبيانو د دوی له ښځو لاسونه تاو کړي وي او له دېوالونو څخه يې اړوي!!!
هو! کله چې دا وګړي هلته ولاړ شي، بيا خو به دوی نور هم سره نژدې شي او خېښیانې به سره وکړي. د غني تنخواخواره سېکولر او علماني ملايان به د نکاح د صحت فتواوې هم ورته راوباسي، له مسيحي نړۍ سره به خپلې اړيکې ښې ټينګې کړې او د خپلې دوستۍ ثبوت ورکړي. د بې ضميره او بې وجدانه خلکو لپاره دا کارونه څه باک نه لري، د دوی ارګمشر مسيحۍ کړې وه او نور ډېر داسې چارواکي هم وو، چې د ده په پل یې قدم ایښی و. خو په اسلام کې له کافرانو سره د دښمنۍ او دوستۍ بېلې، بېلې پولې دي.

لیکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: