په ایران کې د کرونا نوې څپې زیات خلک وژلي

عزم (یکشنبه، ۱۴وږی ۱۴۰۰): وروسته له هغې چې ایران کې د کرونا لومړۍ مرګونې څپه تېره شوه، حکومت په پراخه کچه بندیزونه لیرې کړل او وضعیت یې عادي وباله؛ خو تازه په یاد هېواد کې د کرونا یوې بلې څپې اندېښمنونکی وضعیت رامنځته کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي: په ایران کې په ورځنۍ کچه د کرونا له امله د وژل شویو شمیر له ۵۰۰ اوښتی دی او وضعیت بې کنتروله ښکاري.
بهرنیو رسنیو لیکلي، چې ایران د کرونا ضد واکسین له کمښت سره هم مخ دی او ډیر کم نفوس ته د واکسین څاڅکي رسولی شي.
خو ایراني حکومت مشران بیا دغه څرګندونې ردوي او وايي: دوی کولی شي د کرونا وبا په کنترول برلاسي شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د دوو اونیو له پاره د عمومي رخصتي غوښتنه هم رد کړه.
بل لور تره په تهران کې له کورونا سره د مقابلې مرکز مشر علي رضا زالي هم مني چې د ایران اوسنۍ وضعه ښه نه ده او اندېښنه شته چې یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي.
باید وویل شي چې کرونا وبا د ۲۰۱۹ کال له ورستیو راهیسې په هند، امریکا، برازیل او ګڼو نورو هېوادونو کې لکونه وګړي ووژل او ګڼ شمېر اوس هم په دغه وېروس ککړ دي.
په ایران کې هم په کرونا د اخته شويو شمېر له ۴ میلیونو زیات دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button