څنګه کولای سو پیسې سپما ، بچت یا خوندي کړو؟ ۱

۱: خپل د میاشتني ټول مصرفونه مو ولیکئ، کله چي مو مصرفونه ولیکل بیا ټول مصرفونه پر سخت ضرورت ، لږ ضرورت او هیس ضرورت وویشئ.

۲: راتلونکي میاشتي هغه مصرفونه چي ضرورت یې نسته او اوږدمهاله ګټه نلري صفر کړئ.

۳: هغه پيسې چي تاسو پر غیري ضروري شیانو مصرفولي خوندي او د سرمایې نوم ورکړي او بیا هیس هغه د مصرف په حساب کي مه راولئ.

۴: دمیاشتي ، کال لپاره خپل سپما ته یو اندازه وټاکئ او حتمن هغه اندازه پیسې خوندي او له نورو جلاء کړئ.

۵: خپل د ژوند مصرفونه ته اولیتونه وټاکئ هغه بې ځایه بې ضرورته ، بې ګټي، بې ایندې او اوږدمهاله نه کار اخیستونکي څیزونه مصرفونه ، خواهشات محدود ، لږ یا هم مطلق صفر کړئ.

۶: لومړی پیسې سپما او خوندي کړئ هر څونده چي ستا ترټاکلي اندازې سپما یا خوندي پيسو اضافه سوې هغه ضرورو مصرفونه ته وباسئ.

۷: تر مصرف ورورسته سپما یا د پیسو بچت خوندي ډیر لږ یا هم بېخې امکان نلري.

۸: د پیسو د سپما یا خوندي کیدو لپاره مشخص افس یا کتابچه ولرئ او خپله مصرفونه په هغه افس یا کتابچه کي ښه منظم یاداښت او ولیکئ.

۹: کله چي پیسې سپما یا بچت سي هغه پیسې داسي باوري مالوم ځای یا چاته وسپارئ چي هغه یې ښه خوندي یا هم په ښه ګټه واچوي.

۱۰: داچي ډیر خلګ دنورو لخوا خطا ایستل سوي او دوکه سوي دي او هغه بچت پیسې یې ځني وړي او تاوان کړي دي چي په ډیرو سختو حالاتو کي ده یا ړې بچت کړي وي ، او خپله شخص هم ددې وړتیا ونلري چي پیسې خوندي یا کم کاروبار ته واچوي ترټولو ښه لاره یې بانک اکونټ کي ساتل او یاهم نه ډیزاین سوی یا هم نه جوړ سوي سره زره دي چي هغه په رانیسي چي ډیر کم یا هم صفر فیصده تاوان نکوي ګټه او خوندیتوب یې مطمینه ده.

۱۱: خپل ژوند ، عاید ، مصرفونه ، پیسې، انټرنیټ ، سګریټ چلمونه نور نشې توکي، سفرونه ، انډیوالیاني، د ژوند نظم ، خراباتونه ، بې ځایه خوراک ، څښاک ، پوښاک ناسته ولاړه دبیکاره بې فایدې خلګو بانډارونه ټول محدود او یو داسي چار چوکاټ ته د نظم واچوئ چي هیڅکله هم خپله پښه تر خپلي کمبلي تیره نسي هیڅکله هم تاسو داسي مجبوره نسی چي ملګري، ورور، ماینې، مور، پلار یا هم زوی ته دپیسو طمعه وکړئ او خپل ژوند مو ډیر منظم کړي او د نورو د احتیاجه خلاص خوښ خوشاله یاست.

ژباړه: امين الله مسلم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button