د پوځ تاریخ ته په کتو: طالبان باید څه ډول پوځ چمتو کړي؟

د اسلام مبارک دين د نظم او سمون دی، هر څه په نظم سره ترسره کيږي، په ځانګړي ډول حربي او جنګي امور ډېر ښه نظم او ډسپلين ته اړتيا لري. رسول الله صلی الله عليه وسلم هم په جهاد کې نظم او سمون ته ډېره پاملرنه کوله، بېرغ يې درلود او مربوط صحابي مبارک ته به يې ورکاو. او د مکې مکرمې د سوبې پر مهال يې اصحاب کرام رضی الله عنهم په ډلو ډلو (ګروپونو) ووېشل او هرې ډلې ته يې يو بیرغ ورکړ. ټولې غزاګانې يې په نظم او تنظم سره ترسره کړې.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت او رسالت پر مهال قیصر او کسری منظم پوځونه درلود؛ ځکه د هغوی سترواکيو په لسګونو کلونه واټن وهلی و (دواړه امپراطورۍ د مسلمانانو په لاسونو ختمې شوې) اما مسلمانانو په هغه وخت کې داسې پوځونه درلودل، چې د اېمان د جذبې په اساس غزا ته تلل او شهادت يې غوښت. تر ډېر مهاله منظم پوځونه نه وو، له منظم پوځ نه موخه هغه اردو او پوځ دی، چې هر وخت په نظامي او پوځي اډو کې مېشت وي، سرکار تنخوا ورکوي او ځانګړی يونيفارم لري.
وروسته ورو ورو مسلمانو واکمنو هم منظم پوځ ترتيب او تنظيم کړ. احمدشاه بابا چې واکمن شو، نو دوه ډوله پوځ يې جوړ کړ. ۱ ــ منظم ۲ ــ غيرمنظم.
منظم هغه و، چې د حکومت له خوا تنخوا ورکول کېده، په نظامي ځايونو (مرکزونو/قرارګاوو) کې اوسېدل. او غيرمنظم هغه پوځ و، چې په نظامي ځايونو کې نه اوسېدل، ځانګړی لباس يې نه درلود، تنخوا او معاش هم نه ورکول کېده. دوی په خپلو کورونو کې اوسېدل او په خپلو کارونو بوخت او تل د غزا لپاره چمتو او تيار وو. بابا به چې کوم لور ته د غزا لپاره روانېده، د جهاد غږ به يې وکړ، منظم او غيرمنظم پوځونه به دواړه حاضر او د قوماندې مطابق روان شول.
له احمدشاه رحمه الله وروسته دا سلسله همداشان روانه وه. کله چې امير شېرعلي خان د دويم ځل لپاره واکمن شو، سيد جمال الدين افغان يو څو سپارښتنې ورته وکړې. اخبار او مجله ترتيب، چاپ او نشرول پېل کړه. منظم وسله وال پوځ تشکيل او تنظيم کړه. پښتو ژبه رايج کړه. نو د سيد خپره يې ومنله. اخبار خپرول يې پېل کړه او پنځوس زره وسله وال پوځ يې تشکيل کړ. ولې متأسفانه چې دويمه افغان ــ انګليس غزا پېلېده، امير شېر علي خان له روسانو څخه د مرستې لپاره مزارشريف ته لاړ او د هغو له خوا د ځواب نه ترلاسه کېدو له امله هلته مزار کې مړ شو او وسله وال پوځ بې سرپرسته پاتې شو.
د امېر له مړينې وروسته هېواد له ستونزو سره مخ شو. دويمه او دريمه افغان انګليس غزاګانې وشوې، ټول ملت د منظم پوځ په څېر خپل پوځي او نظامي مهارتونه وښودل او فرنګی يې مات او داسې مات کړ، چې د هند په نيمه لويه وچه کې يې هم پښې ټينګې نه شوې. وروسته پوځ منظم شو؛ خو پوځ او اردو کله هم له خپلو پاچاهانو سره وفا نه ده کړې. د امان الله په اړه دا ولسي روايت مشهور دی، چې د سقاو زوی (حبيب الله) د خادم دين رسول الله په نوم د ده خلاف راپورته شو، جګړې تودې شوې او د پاچا پوځيانو پرمختګ نه کاو، نو هغه د جنګ لومړۍ کرښې ته ورغی، که ګوري عسکرو د ټوپکو خولې پورته د آسمان لور ته نيولې. د دښمن پر ځای د آسمان خوا ته ډزونه کوي. نو پاچا کور ته راغی، خپلې مور ته يې کيسه تېره کړه. مور يې ورته کړه: ځه زویه، پښې باسه!
د سقاو زوی له اړ دوړ نه پس پاچا محمدنادر شاه پوځ منظم کړ او خپل زوی (محمد ظاهر شاه) ته يې منظم پرېښود او پټه دې پاتې نه وي، چې هغه مهال د پوځ عسکر د مکلفيت د دورې په اساس اردو ته تلل، خپل دوه کلونه يې تېرول او ترخيضېدل. پاچا محمد ظاهر شاه (۴۰) کاله په ارامه، پرته له ډزه ډوزه پاچاهي وکړه. اما د هغه د تره زوی (سردار محمد داود خان) د ۱۳۵۲ هـ ش د چنګاښ په (۲۶مه) سپينه کودتا پرې وکړه، سلطنت يې ختم او جمهوريت يې اعلان کړ؛ ولې د محمد نادرشاه او ظاهرشاه د څه کم نيمې پېړۍ پوځ د کودتا په وخت يو ډز هم و نه کړ، د پاچا د څلوېښتو کلونو لګښتونو او مصرفونو هيڅ ګټه و نه کړه. دې اردو هم د پاچا لپاره توره و نه وهله.
هو! داود خان ولسمشر شو، څو څوکيو (وزارتونو) په اخيستلو سره د واک پر ګدۍ کېناست. ولې له بده مرغه د ۱۳۵۷ هـ ش د غوايي په اوومه له غوايانو څخه بدترو (کمونيستانو) پر داود خان باندې پوځي کودتا وکړه، چې د هغه جمهوري دولت يې رانسکور، د ده او د ورور د کوررنۍ يې واړه او لوی په شهادت ورسول او کمونيستانو د خلق ديموکراتيک جمهوريت قايم کړ، خو متأسفانه د سردار په لاس روزل شوي پوځ د کمونيزم لپاره کودتا وکړه. د هغه يوه نيکي يې هم سترګو ته و نه درېده، د اسلام او هېواد پروا يې هم و نه ساتله، په هېواد کې يې سور اور بل کړ.
پوځ له کمونيستو واکمنو سره هم و نه ځلوله، د پوځ په شتون کې تره کي د امين په لاس خميره شو او بيا همدا امين د خپلې اردو په موجوديت کې د شوروي لښکرو په زور په خاورو ومنډل شو. وروسته ببرک د پوځ او شوروي ښکيلاکګرو په حضور کې له واکمنۍ لرې کړای شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب د واک په ګدۍ کېناست.
د ډاکټر نجيب په دوره کې شورويان د مجاهد ملت د مټو په زور له افغانستانه تور مخ، ټيټې سترګې وشړل شول. نو نجيب هم قومي مليشې تشکيل کړې او پوځ يې هم درلود، خو پوځ او مليشو نجات ور نه شو کړای، هندوستان ته د تښتېدو پر مهال د ګلم جم مليشې له خوا له هوايي ډګره را ايسار کړل شو او د ده له تېښتې وړاندې يې پوځ ترې تيت پرک شو، چې ډېری يې شمالي ټلوالې ته پناه ور وړه او هغو هم په لوړو مهمو څوکيو کېنول.
د کمونيستانو له سقوط وروسته رباني د کمونيستو جنرالانو په مرسته خپلمنځي جګړې ونښلولې او د هېوادوالو هرکلي ته يې د اور لمبې ور ورسولې. د ارګ څوکۍ يې په ځان پورې نټ او بوټ کړه، هرې خوا ته يې په ځان پسې ګرځوله، تر دې چې صليبیان يې هېواد ته را وغوښتل او د هغو په شتون کې يې د ارګ څوکۍ حامد کرزي ته وسپارله. نوموړي (رباني) په ياده څوکۍ خورا زيات مَېن و، د اخباري راپورونو په اساس، اسرائيلو ته يې ويلي و: تاسو زما حکومت په رسميت وپېژنئ او زه به ستاسو حکومت په رسميت وپېژنم. (د واک تږی وږی)
هو! له رباني ورروسته حامد کرزی د افغانستان لنډمهالی واکمن شو. هغه د خپلو صليبي بادارانو د مټو پره زور د اردو جوړولو پروسه پېل کړه. په لسګونو زره پوځ د ملي اردو په نوم تشکيل کړ، چې په ياده اردو کې په لسګونو زره خيالي عسکر وو، چې تر ډېره وخته هغه ګند نه صفا کېده. په ملي اردو باندې خورا زيات فخر کېده، ډېر لګښتونه پرې وشول، ډېر تبليغات ورته کېدل؛ ولې ملي اردو د مسلمانو استاذانو په لاسونو نه وه روزل شوې. د قرآن کريم، احاديثو او فقهې په رڼا کې دوست او دښمن نه و ورښودل شوي؛ ځکه د صليب بچيانو او د شادو زامنو درس ورکړی و. مجاهد، عالم، طالب او لمونځ کوونکی مسلمان يې ترورېست او ترهګر ورته معرفي کړی و. د هغه مرګ يې هر وخت او هر ځای ورته مباح کړی و. اردو په اسلامي اصولو نه وه جوړه، افغاني ارزښتونه هم چا نه ور زده کړي.
حامد کرزی لاړ، پر ځای يې اشرف غني ارګمشر شو. هغه پر اردو باندې ډېر نازېده، ځان يې د پوځ سراعلی قوماندان معرفي کاو. کمه خبره يې نه کوله، تل يې له موټي بره لو کاو. د صليبي پوځ جنګي ماموريت چې ختم شو، نو غني ملي اردو خورا پياوړې ګڼله، د ده د مشرۍ د پايښت او بقاء ناجي او مُنجي يې بلله؛ خو کله چې دوه ـ دوه نيمې مياشتې مخکې طالب مجاهدينو د ولسواليو په نيولو لاس پورې کړ، نو په ډېره کمه موده کې يو په بل پسې فتح کېدې او بيا چې د ولايتونو د فتح کولو وار را ورسېده، د ملي اردو، امنيتي او دفاعي ځواکونو (د ارګ والو په اصطلاح) ډېر ژر ژر ولايتونه پرېښودل او خپلې پښې يې سپکولې. يوازې په څو ولايتونو کې جنګونه وشول او د اسلامي امارت مجاهدين د کابل درورازو ته ورسېدل. د غني او محب درې نيم لکه پوځ ختم شو.
د ۱۴۰۰ هـ ش کال د اسد په ۲۴مه د پوځ سراعلی قوماندان، اشرف غني له کابله وتښتېده. څو ورځې خو يې خرک درک نه لږېده، وروسته له متحده عربی اماراتو په ټيتو سترګو مخاطب شو. اوس يې پته نه لګيږي، بيا څه ګډې وډې جاهلانو ته جوړوي او جاهلان پرې غولوي.
اوس به راشو دې ته، چې اسلامي امارت څومره پوځ ته اړتيا لري؟ څه ډول اردو په کار ده؟
فی الحال خو زما په آند، د هېواد د امنيت او حفاظت لپاره پنځوس زره کسيز پوځ بس دی، وروسته بيا غور پرې په کار دی؛ ځکه اوسمهال د امارت د حکومت او نظام روانولو او چلولو لومړنۍ شپې دي.
نظام اسلامي دی، د هېواد وګړي د جرمونو له کولو ډاريږي؛ ځکه په اسلامي نظام کې حدود جاري کيږي او مجرمان د خپلو بدو اعمالو بدله مومي.
څه ډول پوځ په کار دی؟
د احمدشاه بابا د وخت غوندې منظم او غير منظم! پنځوس زره کسيز منظم پوځ په کار دی او يا دا چې پنځه ويشت زره منظم او پنځه ويشت زره د مکلفيت د دورې تېرولو په څېر وي. او نور ټول ملت په نظامي اصولو پوه، هر ډول وسله يې زده وي او چلولی يې شي.
د مسلمانو استاذانو له خوا درس ورکړل شي او د ملت هر بچی د اړتيا په وخت کې د پوځي او جُندي کار ورکړل شي. د دروغو سرتېری او سرباز نه وي، چې د دښمن د يرغل او بريد پر مهال پښې سپکې کړي او ميدان پريږدي.
د منظم پوځ هر يو پوځي او جُندي باید سواد او زده کړه ولري؛ هم له ديني علومو او هم په عصري او ساينسي زده کړو پوه وي. کله چې اسلامي امارت په اقتصادي لحاظ پیاوړی شي، بيا لوی پوځ جوړول او تشکيلول حتمي او لازمي دي؛ ځکه الله عزوجل د قوت او ځواک د اعداد و چمتوالي امر کوي. [وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍۢ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ] د انفال ۶۰ آيت.
او (اې مسلمانانو) څومره (اندازه) ځواک او د اسونو څومره چوڼۍ چې تاسو جوړولی شی، د دوی د مقابلې لپاره يې چمتو کړئ. د هغه په واسطه تاسو د الله جل جلاله پر دښمن او ستاسو پر دښمن وېره خپره کړئ او له دې پرته، پر نورو هم (وېره خپره کړئ) چې تاسو يې اوس نه پېژنئ او الله جل جلاله يې پېژني. او تاسو چې د الله جل جلاله په لاره کې څه شی لګوي، هغه تاسو ته پوره پوره درکول کيږي او ستاسو لپاره څه کمی نه کيږي.

ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button