ملګرو ملتونو له نړیوالو ۱۵ مېلیونه ډالر د افغانستان لپاره غوښتي

عزم(چهار‌شنبه، ۱۷وږی، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر«اوچا» په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له نړیوالو ۱۵ مېلیونه ډالر غوښتي دي.

د اوچا ویاند ینس لېریک پرون په جینوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستې ته اړتیا ده.:«په افغانستان کې اساسي خدمتونه د له منځه تلو په حال کې دي، خوراکي مواد او لومړنۍ مرستې په ختمېدو دي. لکه څرنګه چې مو اورېدلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی. موږ له نړیوالو مرستندویانو غواړو چې ژر او په خلاص لاس مرستې وکړي.»

لېریک وویل، بېړنۍ مرستې، خوراکي توکي او لومړنۍ مرستې به نږدې ۱۱ مېلیونه خلکو ته برابرې شي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون به هغو خلکو ته ورکړل شي چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي او د درې نیم مېلیونه خلکو به لنډمهالې چاره شي.

په افغانستان کې د سختې وچکالۍ، د تېر حکومت د پراخ اداري فساد، بې‌کارۍ، جګړو او لسګونه نورو لاملونو له مخې د افغانستان د وګړو ۷۴ سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اشرف غني حکومت داسې مهال نسکور شو، چې خپله دی او د کابینې ټول غړي یې وتښتېدل او د افغانستان شته خزانې یې چور کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button