په کندهار کې د شمشير غار يا توره چاړه پېژنئ؟!

شمشير غار د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د بدوانو په کلي کي هغه تاريخي ځاى دى چي پخوانیو خلګو به د تفريح لپاره انتخابوه خو اوس چنداني څوک نه ورځي ځکه چي يو خو ليري سيمه ده او بل د خلګو څخه هيره سوې ده په خاص ډول د اطلاعاتو فرهنګ رياست څخه چي توجه يې نه ده ورته کړې.
د شمشېر غار د غره په پورته نيمايي سيمه کي يو دره ده چي په منځ کي دغه شمشېر غار واقع دى چي سړى چي ورسي
د شمشېر غار لويه خوله په مخه ورځي چي ور ننوزي دننه 9 يا 10 متره چي مخته ولاړ سي پکښي کي لوى دهيلز په مخه ورځي چي تقريباً 20 يا 25 متره به وي د دهليز په منځ کي څلور دانې حوضونه چي تقريباً 5 متره په 5 متره کي دي چي هر يو يې 1.5 يو نيم متر ژور دى په حوضو کي اوبه نسته وچ کلک دي تر دغه څلور حوضو چي تېر سي څو دانې لوى لوى غارونه په مخه ورځي خو د نورو ټولو غارو لاري بندي دي يوازي راسته طرف ته په کونج کي يو لوى غار دى هغه مخته ډېر پسي تللى دى په دې غار چي ورننوزې 6 يا 7 متره پکښي ولاړ سي بيا پنځم لوى حوض په مخه درځي البته دغه حوض تر هغه نورو څلور حوضو ډېر غټ او ژور دى خو په دې کي هم اوبه نسته وچ کلک دى او تاريکه پکښي زياته ده حتا د لاس ګوتي نه معلوميږي او څراغ هم سمه رڼا نه کوي که چيري غټ تېز څراغ وي بيا د رڼا امکان لري.
2تر دغه ځايو چي تېر سي د دغه غار لاره کرار کرار کوچنۍ کيږي خو د تلو امکان سته پکښي مګر تياره پکښي وار په وار زياتيږي عوامي کيسه وايي چي د دې غار هغه بله خوله په هندوستان کي ده او يو پخوانى روايت دى چي د ارغنداو بابا صاحب او شاګرد يې چي شاه حسين نومېده چي په دغه غار کي را تېرسوي دي کله چي دوى دواړه په دې غار کي وه نو بابا صاحب خپل شاګرد ته وويل چي په شيانو لاس مه وهه زموږ هدف يواځي د دغه ځاى څخه تېرېدل دي خو شاه حسين د بابا صاحب په قول ونه کړه يو شى يې راواخيستى نه پوهيږو چي هغه څه شي و خو ځيني خلګ وايي چي د سرو زرو خښته يې راخيستې وه کله چي د غار څخه را ووتل بابا صاحب چي کله شاته وکتل شاګرد يې را روان و خو سر يې نه وه البته دا يو پخوانۍ کيسه وه خو موږ تر دغه پنځم حوض نه يو ورتېر سوي ځکه چي بلا مو څراغانو کار نه کوى دا و د شمشېر غار په اړه د سترګو ليدلى حال چي درسره شريک مو کړى”.

لیکنه: محب هوتک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button