د مهاجرو ديني علماؤ په نامه!

مولوي فاروق غلجی
دا وخت که موږ پرته له سريزې هم په خبرو ورګډ شو، نو دومره ويلی شو چې په هېواد کې د اسلامي نظام د نفاذ لپاره ټول افغان ولس خصوصاً ديندارو اشخاصو او ديني علماؤ زښته ډېرې قربانۍ ورکړې او سختې تنکۍ ځوانۍ يې ترې ځار کړې دي. اوس چې قادر خدای جل جلاله د ملحدينو کبر و غرور مات او هېواد يې بيرته د وطن اصلي مالکانو ته وسپاره او له زندانونو يې ټول هغه مظلومان راوويستل، چې يوازې د بهرني يرغل د مخالفت او مسلمانۍ په وجه په شل او ديرش کاله بند محکوم شوي وو، نو په دې بنا دا مهال پر موږ ټولو لازمه ده چې د دې نظام د ثبات او استحکام لپاره له خپلې وسې سره سم هر اړخيز جد و جهد وکړو.
په دې لړ کې د ديني علماؤ مسؤليت او مکلفيت تر هر چا زيات او خورا دروند دی. ځکه له تېرو درې څلويښتو کلو راهيسې د دې تحريک تر شا زموږ د همدغو ديني علماوو فتوا وه، چې د يو ژور ايماني احساس او پياوړې فکري داعيې پر مټ يې زموږ مبارزو ځوانانو او سرښندونکو مجاهدينو ته روحيه ورکوله، تر څو چې دا دی بالآخره يې ليبرالان او منافقين د خپلو وينو په سيلاب يووړل او ټول پاک زړی افغان ولس يې ترې وژغورلو.
ښکاره ده چې په دې فتحې سره د بې دينانو خورا زياتې فکري او نظامي اډې له منځه ولاړلې، خو له بده مرغه خپله شل کلنه دوره کې يې دومره فکري تخريب هم تر سره کړی، چې رغول او سمول يې بلا محنت او خواري غواړي.
موږ په کلکه باوري يو چې د صليبيانو په ډالرو بد مستو ملحدينو دلته دومره اخلاقي او معنوي ګندګي اچولې، چې صفايي به يې کلونه کلونه وخت ونيسي. البته دا بد بويي او ګندګي يوازې هغو کسانو ته ډېره خطرناکه او مضره معلوميږي چې څه نا څه ايماني بصيرت ولري او يوازې مادي ژوند يې پر سترګو پردې نه وي غوړولې.
خو ايا د دغو فکري تخريباتو او اخلاقي بد عمليو سمول پرته له ديني علماؤ د بل چا په لاس ممکن دي؟
ايا ډاکتران، قوماندانان، انجينران او بزګران په دې هکله څه اغيزمن کار کولی شي؟
بالکل يې نه شي کولای، بلکې يقيناً په دې مبارزه کې د محراب او منبر اغيز تر هر څه زيات مؤثر دی.
همداراز مشران او چارواکي هم مکلفيت لري چې له خپل توان سره سم ديني علماؤ ته په جوماتو، مدرسو، ښوونځيو، راډيوګانو، ټي وي چينلونو او ټولنيزو شبکو کې د کار کولو پوره پوره اسباب او مواقع چمتو کړي.
دا چې هېواد کې دننه له کلونو راهيسې زموږ ډېری ديني علماؤ او طالبانو ته زښته ډېرې ستونزې ورپېښې او له مجبورې ورځې يې د هجرت عمرونه تېرول، اوس بايد د خپل کار په اړه له نوي سره فکر وکړي.
موږ دا منو چې په هغو کې به زياترو د خپل ژوند او ګوزران لپاره څه نا څه موقع برابره کړې وي او په دې هم پوهېږو چې دلته لا نظام ډېر نوی او تش لاس دی، چې ټولو ديني علماؤ ته ډېر لاس نه شي ورکولی. خو دومره سپارښتنه خامخا کوو چې په دې موضوع کې زښته ډېر احساس ته ضرورت دی.
نو هر هغه څوک چې د خپلو ديني ذمه واريو رښتينی احساس او اندېښنه ولري، خامخا به اقدام کوي، خپل هېواد ته به راستنيږي او دلته به يوه تشه ډکوي.
په دې ځای کې يوه بله ضروري يادونه دا هم کوو چې موږ بايد د مخالفينو له هغو تورونو هم ځان خلاص کړو چې وايي زموږ ديني علماء له ځينو پاکستاني کړيو سره اړيکې لري او د هغوی له خوا لمسول کيږي! لنډه دا چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې زموږ مهاجر ديني علماء هم خپل هېواد ته راستانه او د نوي اسلامي نظام په استحکام کې پوره پوره ونډه واخلي.
لوی خدای جل جلاله دې موږ ټولو ته ښه توفيق راکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button