د ابدالي بابا لمسیان د عیسوي پاپ په غېږ کې!

د اسلامي امارت د لومړي ځل د امارت او حکومت پر مهال ښاعلي ډاکټر فاروق اعظم شريعت/هېواد ورځپاڼې ته يو ليک رالېږلی و، په هغه کې يې کښلي و، چې: زه په انګلستان کې وم، يو چا خبر راواستاو، چې په پلاني ځای کې يو افغان وفات شوی او په پلاني ځای کې دفن کيږي. زه هم ورغلم، که ګورم چې د بي بي سي B.B.C راډيو د پښتو څانګې خبریال یعقوب کاکړ مړ دی.
ډاکټر صاحب د نوموړي پېژندنه ليکلې وه، ولې زما په ذهن کې نه شته. هغه کښلي و، چې د يعقوب پلار خپل ګران زوی انګلستان ته د زده کړو او تحصيلاتو لپاره واستاو، هغه هلته زده کړې وکړې او بېرته خپل ټاتوبي ته راستون نه شو. همالته يې له يوې انګليسۍ (مسيحۍ) سره واده وکړ، ماشومان يې پيدا شول، ولې متأسفانه د ده مېرمنه مسلمانه نه شوه او تر پايه پورې مسيحۍ پاتې شوه. د دواړو ژوند له تاوتريخوالي څخه ډک و.
ډاکټر اعظم صاحب کښلی و، يعقوب کاکړ ته يې ښه ښکلې دريشي وراغوستې وه. همداشان قبر يې هم د نېغو درېدو ورته برابر کړی و او په ولاړه يې په کې دفن کړ.
ډاکټر صاحب ليکلي و، چې ما دعاګانې ويلې او شونډې مې ښورېدلې؛ خو هغو دفن کوونکو ما ته ځير ځير کتل. هغو يعقوب کاکړ نه پېژانده، چې دا يو افغان دی، د احمدشاه ابدالي د وطن د کندهار بچی دی!!! (ډاکټر صاحب نور ډېر څه هم کښلي؛ خو اوس مې په یاد نه دي)
اوس مسلمانانو وګورئ! د مسلمان پښتون زوی انګلستان ته استول کيږي، هغه زده کړې کوي، ولې هېواد ته نه را غبرګيږي، هلته ميشتيږي، له مسيحۍ سره واده کوي، اولاد يې کيږي، په پای کې نوموړي مري، د مسيحيانو په هديره کې په مسيحۍ طريقه دفن کيږي او له ډاکټر صاحب پرته عيسويان يې قبر ته دريږي.
هو! له مسلمانانو څخه بې برخې کيږي او همداشان له خپلو پښتنو تربرونو څخه هم محروميږي. مسلمانو علماؤ د مسلمانانو د مړيو لپاره د سان سپين ټوکر د کفن لپاره ټاکلی. همدارنګه مسلمانان د خپلو مړيو لپاره دوه ډوله قبرونه جوړوي؛ خو متأسفانه کاکړ د مسلمانانو له قبرونو څخه محروم پاتې کيږي او د کفارو (مسيحيانو) غوندې دفن کيږي.
د غوايي له کودتا وروسته ډېر افغانان لويديځ ته لاړل. له صليبي يرغل نه پس ځينې له غربه راستانه شول، د افغانانو وينې يې وزبېښلې او کله چې صليبیانو ماتې وخوړه او تور مخونه، ټيتې سترګې ووتل؛ نو د خپلو خاصو غلامانو لپاره يې بهر ته د تللو بهير هم برابر کړ. ډېر له هېواده لاړل او نور ډېر هم خوسا عيسوي نړۍ ته د تللو په هيله ناست دي، څو هلته لاړ شي او د يعقوب کاکړ په څېر ژوند او مرګ ولري.
يهوديان يې په خپل دين کې څوک نه شاملوي. هغوی پر دې عقيده دي، چې يوازې شعب المختار (غوره شولې ډله ده) او نور انسانان د دوی د خدمت او چوپړ لپاره دي؛ اما مسيحيان (نصارا/عيسويان) په خپل تحريف شوي دين کې نور انسانان هم په ورين تندي مني، بلکې عيسوي کولو لپاره تنصيري او تبشيري مبلغين لري او په دې لاره کې خورا زيات لګښتونه کوي. دوی هڅه کوي، چې جنګ ځپليو هېوادونو ته لاړ شي او يا د هغو هېوادونو وګړيو ته لارې چمتو کړي او مسيحي نړۍ ته يې ور وغواړي.
هو! اوس هم ډېرو عيسوي هېوادونو افغانانو ته زمينه مساعده کړه او هغوی يې هلته بوتلل. د نورو د تللو لپاره هم هلې ځلې کوي. ټوله نصراني نړۍ ورته خوشحاله ده؛ ځکه په يوه وار يې يوه ښه لويه مړۍ وکړه.
د کاتوليک کليسیا مشر پاپ فرانسيس، په ټولو مسيحي مشرانو غږ وکړ، چې له افغانستانه راغليو وګړيو سره غوره چلند وکړي او د دوی د اولادونو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
آخ! څومره د افسوس او حسرت خبره ده، چې زمونږ د هېواد بچيان به د مسيحيانو له خوا ښوونه او رورنه ترلاسه کوي.

ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button