وثیق: موږ ته خپل هویت مهم دی، راکړه ورکړه به هم په افغانیو کېږي

عزم(یک‌شنبه، ۲۱وږی، ۱۴۰۰ل): د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق هغه اوازې رد کړي، چې ګوندې له پاکستان سره به سوداګري به په پاکستانیو کلدارو کېږي.

ښاغلي وثیق په خپل ټوېټر لیکلي، چې په هېواد کې به راکړه ورکړه هم په افغانیو کېږي او هغه اوازې سمې نه دي چې له پاکستان سره به غټه سوداګري په پاکستانیو کلدارو کېږي.

«په هیواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانيو کیږي. دا خبر هیڅ حقیقت نلري چي غټه سوداګري به په پاکستاني کرنسۍ کیږي. موږ ته خپل هویت ډیر مهم دی، هیڅ کله به داسې پرېکړه ونشي چي زموږ د هیواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي.»

څو ورځې مخکې د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین ویلي وو چې په افغانستان کې ډالر کم شوي او له همدې له امله به له افغانستان سره سوداګري په پاکستانیو کلدارو کېږي.

له دې وړاندې له پاکستان سره ټوله سوداګري په ډالرو کېده او تمه کېږي چې له دې وروسته به هم له پاکستان سره سوداګري په ډالرو روانه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button