د څار بنسټونه: له افغانستانه ایستل شویو بې سرپرسته ماشومانو ته اندېښمن یو

عزم (یکشنبه، ۲۱وږی ۱۴۰۰): د بشري حقونو د ملاتړ، څار او له ماشومانو سره مرسته کوونکې ځینې ادارې وايي: د هغو افغان ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دي، چې بې سرپرسته له هېواده وېستل شوي.
د دغو ادارو په اند: که چیرې یاد ماشومان سرپرست پیدا نکړي او خپلو کورنیو ته و نه رسیږي، ښايي د جنايي او قاچاقي کړیو له لوري په بدو لارو کې وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پيل کې د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې «یونیسف» وویل: په تېرو څو اونیو کې ګڼ شمېر داسې ماشومان هم له افغانستانه اېستل شوي چې کوم سرپرست او د کورنۍ مشر نلري او په یوازې توګه سفر کوي.
د یونیسف د راپور له مخې: د دغو ماشومانو شمېر ۳۰۰ دی، چې اوسمهال بېلابېلو اروپايي، امریکايي او افریقايي هېوادونو کې مېشت دي.
باید وویل شي چې د امریکایانو له وتلو سره هغوی له افغانستانه تر ۱۲۴۰۰۰ زیات افغان ملګري، ژباړونکي او کارمندان ووېستل، چې د سختې ګڼې ګوڼې له امله پکې څو ځله مرګ ژوبله هم رامنځته شوه.
بل لور ته د بشر حقونو نړیوال سازمان وايي: په جرمني او قطر کې یو شمېر داسې ماشومان تثبیت شوي چې د کورنۍ له مشرانو پرته یې هلته پناه وړې ده.
په ورته وخت کې ځينې افغان شنونکي ویریږي، چې له ماشومانو به په بهرنیو هېوادونو کې ناوړه استفاده وشي او د هغوی د کمې پوهې او خام ذهن له امله به د دین بدلولو او اسلام پرېښودلو ته اړ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button