نړیوالې رسنۍ: له افغانستانه په وتلو بهرنیو عسکرو کې د ځان وژنې پېښې ثبت شوې

عزم (یکشنبه، ۲۱وږی ۱۴۰۰): د ایرلینډ ډوبلین نیوز ورځپاڼې د رویټرز اژانس په حواله خبر ورکړی، چې په یو شمېر بهرنیو عسکرو کې د ځان وژنې پېښې لیدل شوې دي.
د ورځپاڼې په باور د ځان وژنې قضیې په هغو پوځیانو کې لیدل شوې چې تازه له افغانستانه بېرته ستانه شوي دي.
د راپورونو پر اساس دغه کچه په برتانیوي عسکرو کې له بل هر چا زیاته ده.
یو لوړ پوړي برتانیوي پوځي چارواکي رويټرز ته ویلي: «ځینو هغو انګلیسي عسکرو ځان وژنه کړې چې له وروستیو بدلونونو وروسته افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي».
د یاد چارواکي په وینا: د دغو عسکرو ذهني وضعه پخوا هم ښه نه وه او د افغانستان اوږدې جګړې پرې بد اثر کړی و؛ خو د ځان وژنې پریکړه یې وروسته له هغې کړې چې طالبانو په حېرانونکې او ناڅاپي توګه په ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه او بهرني عسکر له افغانستانه وتلو ته اړ شول.
باید وویل شي چې ډیر کله بهرني عسکر د افغانستان جګړې په ژور خپګان (ډپرېشن) اخته کړي چې له امله یې هغوی ځان وژنې ته اړ شوي.
شمېرې څرګندوي چې دې وروستیو کې د ځان وژنو ګراف له بل هر وخت لوړ و، خو بهرنۍ رسنۍ یې د پټولو هڅې کړې دي.
بل لور ته ډوبلین نیوز لیکي: امریکا په افغانستان کې له یوې اوږدې ناکامې جګړې وروسته ګڼ شمېر نظامي تجهیزات، وسلې او وسایل له لاسه ورکړل؛ خو تازه یې عسکرو هم د ځانونو په ختمولو پیل کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button