د حیرتان او اقینې بندرونو ته د تېلو او غازو واردات پیل شول

عزم(دو‌شنبه، ۲۲وږی، ۱۴۰۰ل): د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د حیرتان او اقینې بندرونو ته د تېلو او غازو واردات پیل شوي دي.

له یادې خونې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتاتو او اقینې بندرونو له لارې د لومړنیو سون توکو واردات پیل شوي؛ خو د بانکي محدودیتونو له امله سوداګر په خپل وخت د پېر لپاره پیسې نه‌شي لېږدولی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې د اړیکو مسوول حسن انصاري وايي، که څه هم د حیرتانو او اقینې بندرونو ته د لومړنیو سون توکو واردات پیل شوي؛ خو په بازارونو کې د سون توکو بیې لا هم لوړې دي.

د انصاري په خبره، اوسمهال یو کیلو اوبلن غاز په ۷۰ او یو لېټر پټرول په ۶۱ افغانۍ پلورل کېږي.

د افغانستان په شمال کې درې سوداګریز بندرونه، شېرخان، حیرتان او آقینه شته، چې د افغانستان اویا په سلو کې سون توکي د همدې بندرونو له لارې افغانستان ته واردېږي؛ خو په افغانستان کې وروستیو بدلونونو او بانکي محدودویتونو واردات له ستونزو سره مخ کړي دي.

که څه هم د پخوا په پرتله د نفتي او خوراکي توکو مالیه کمه شوې ده؛ خو لا هم د توکو په نرخونو کې د پام‌وړ کموالی نه دی راغلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button