اوسنۍ کابینه په کوم معیار جوړه شوې؟

خط اول

افغانستان پوره شل کاله د امریکا او د هغوی د شاوخوا ۴۹ متحدینو له لورې اشغال شوی و. له افغانانو يې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه، پوځي او هر ډول خپلواکي اخیستې وه، اما افغان ملت يې پوره شل کاله په وړاندې مبارزه وکړه او باالآخره بریالی شو.

په افغانستان کې د امریکا او کابل ادارې له ماتې وروسته، افغان ملت خپلو حقیقي هیلو ته ورسېد او د خپلواکۍ او اسلامي نظام نعمت یې ترلاسه کړ. اسلامي امارت د مخکیني تپل شوي حکومت برخلاف، د افغان ولس له منځه راپورته شوی نظام دی، هغه خلک یې په رأس کې دي چې شل کاله یې په تش لاس د دې وطن له اینچ اینچ خاورې دفاع وکړه.

کابل ته تر ننوتلو وروسته، د اسلامي نظام د حاکمیت او د چارو د هر څه ژر پيلېدا په موخه اسلامي امارت د داسې سرپرستې کابینې د جوړاوي په موخه هلې ځلې کړنۍ کړې چې افغانانو ته د منلو وړ او د ځورېدلو افغانانو ستونزو ته په ښه توګه رسیده ګي وکړای شي.

که څه هم د اسلامي امارت له لورې ټاکل شوې کابینه سرپرسته او مؤقتي ده، مګر سره له دې هم ځينو هغه اشخاصو چې شل کاله يې د اشغال په لومه کې تېر کړي او اوس مهال يې ډېری د خپلو جنایتونو له کبله تښتېدلي، نیوکې کوي چې د اسلامي امارت کابینه نیمګړې او توازن ته پکې پام نه دي شوی. دوی فکر کوي په اسلام او اسلامي نظام کې ټولې چارې باید د قوم، سمت او… په اساس سمبال شي؛ خو خبر نه دي چې په اسلامي نظام کې د مشرۍ میعار تقوا او ژمنتیا ده او په دغه نظامونو کې ټاکل کېدونکی هر شخص د منصب غوښتونکی نه دی، بلکې د خپلې وړتیا، تقوا، ژمنتیا او… په اساس ټاکل کېږي او واسطه بازۍ و چنه بازۍ ته پکې ځای نشته.

په اسلامي نظام کې زعامت او نورې چارې هغه چا ته سپارل کېږي چې په اسلامي علومو سمبال او ټولو اسلامي اصولو ته ژمن وي، نه لکه د ډيموکراټيکو نظامونو چې د واکمن کېدو معیار پکې مادیات او بده سابقه وي. لکه چې په تېر اشغال شوي افغانستان کې د کابل ادارې په ټولو کلیدي چوکیو قومي ټېکه داران، مافیايي کړۍ، په فساد و فحشاء کې ښکېل اتباع، غله و قاتلین او داسې منفور اشخصا ناست وو چې نه افغان ملت ته د منلو وړ وو او نه هم په اصطلاح د دوی مفکورې (ډيموکراسۍ) ته. نه يې اخلاص د مشرۍ وو او نه يې هم په اړونده څانګو کې مسلکي پوهه دلوده. د لېسې زده کوونکي د معارف وزیران، د عکاسۍ فارغین د امنیت شورا سلاکاران، بېسواده مرستیالان او….

یقیني یو چې دا سرپرسته کابینه به د خپلې مودې تر پایه په پوره ژمنتیا، امانتدارۍ او عدالت سره خپل مسؤلیتونه سر ته ورسوي. د دې یقین او ډاډ لامل د کابینې د غړو پاکه له فساده ډکه سابقه ده. د دوی سابقه افغانان ډاډه کوي چې دا مسؤلین به د نړۍ د توقعاتو خلاف په کړکېچنو حالاتو کې هېواد په داسې ډول اداره کوي چې د نظامي میدان په څېر به ټول خلک ګوته په غاښ ورته پاتې شي، ان شاءالله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: