د پنجشېر خلکو ته څو د ورورۍ خبرې…!

مولوي فاروق غلجی
حقيقت خو دا دی چې د افغانستان ټول وګړي؛ هغه که د هر توکم دي، پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره او نور ګرد سره عموماً د خپلو ديني علماؤ کاملاً تابعداري کوي او د هغوی قيادت مني. البته کله کله د خارجي عواملو له امله داسې پيښيږي چې يو بل څوک هم يو شمېر خلک ځان پسې روان کړي. يعنې کله د پيسو په زور، کله د پرديو لښکرو، تبليغاتو او هغوی سره د پټو معاملو او سازشونو پر مټ.
د پنجشير خلکو سره هم يقيناً همدغه ډول کانه شوې ده. مثلاً په (۱۳۵۷ه.ش) کال تر کمونيستي کودتا وورسته د پنجشير واکمن قوماندان ايله تر دريو کلو پورې د روسي نظام مخالف پاتې شو. ځکه د روسيې د پوځي افسرانو له يادښتونو په ډاګه معلوميږي چې ان لا د (۱۹۸۰م) کال په اوږدو کې د روسي افسرانو او پنجشيري قوماندانانو تر منځ روابط جوړ او تر يو کال وروسته يې د يو ليکلي تړون په لاسليک سره خپله ملګرتيا نوره هم ژوره او پخه کړه.
ښايي د پنجشير خلکو په خپلو سترګو دا حالت ليدلی وي، چې روسي لښکرو به تل د شمالي يا جنوبي سالنګ په کومه سيمه کې د شورای نظار لپاره د وسلو او مهماتو برخه بېلوله او د دې بدل کې به يې له هغوی نه د خپلو نظامي کاروانونو خونديتوب غوښت. البته د تړون له مخې پر نظار شورا دا هم لازمي ؤ چې اړونده سيمه کې به نور تنظيمونه نه پرېږدي، چې پر يادو روسي کتارونو څه غرض وکړي. همدا وجه وه چې دوی به تل له نورو مجاهدينو سره په اخ و ډب اوښتي وو.
په دې توګه بيا ان تر يوولسو کلو پورې د نظار شورا د واکمنۍ سيمه په داسې حال کې له روسي يرغلونو خوندي پاتې وه، چې نور ټول هېواد کلی په کلي د روسي بمباريو په سرو لمبو کې سوځېد.
د هېواد د نورو سيمو اوسېدونکي پرته له شکه د پنجشير له قومندانانو ځکه ډېر ګيله من وو، چې د ياد تړون پر اساس يې هغوی هم د روسي لښکرو کلک انډيوالان او مرستيالان ګڼل.
دغه راز بيا که د مجاهدينو او طالبانو (نهه نيم) کلنه دوره او هغه مهال د يادو قوماندانانو چلند يو مخ له حساب او نظره وغورځول شي او وروستۍ شل کلنې دورې ته راشو، نو بيا هم د پنجشير واکمنان په هيڅ صورت له نورو افغانانو سره همغږي نه وو. ځکه د لمر په شان معلوم حقيقت دی چې يرغلګر امريکايان تر هر ځايه مخکې د ړومبي ځل لپاره پنجشير ته راورسيدل، پر مشرانو يې رشوتونه وويشل او هغوی يې د پلي لښکرو په توګه د افغانستان د اشغال لپاره استعمال کړل.
لنډه دا چې همدغو مشرانو تر څو لسيزو پورې د پنجشير ولس د روسانو او صليبيانو تر څنګ د نورو افغانانو پر خلاف وجنګولو او د دوی حيثيت يې د هېواد په لرو بر کې د پردي پالو اجيرانو کچې ته راټيټ کړ.
البته له دې واقعيته هيڅوک هم سترګې نه شي پټولی، چې يادو قوماندانانو هم خپل جيبونه ډک کړل او هم يې د پنجشير عام ولس ته څه نا څه مادي ګټې رسولې دي، خو اوس دې عام خلک دا فکر په خپله وکړي چې مشرانو يې د دوی ديني او ملي حيثيت ته څومره زيان رسولی دی!
البته دا واقعيتونه به د تاريخ په حافظه کې همداسې کټ مټ پاتې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button