بېړنی خبر :  کابل لسمې حوزه شېرپور کې د بهرنیانو میلمستون باندې جګړه روانه ده

کابل (عزم : جمعه، ليندۍ،۲۰مه ۱۳۹۴ ل)

لږ شېبه مخکې کابل کې د لسمې حوزې اړوند شیرپور سیمه کې د بهرنیانو په یوه میلمستون باندې جګړه پیل شوې.

 لومړني راپورونه وايي، چې لومړی دغلته یوه زوروره چاودنه وشوه ګمان کيږي چې موټربم وي، د چاودنې اواز تر ډیره لرې اورېدل شوی دی .

ويل کیږي، چې دغه سیمه کې یو ګیسټ هاوس دي چې بهرنيان په کې اوسیږي،  چاودنې سره سمدستي څو تنه سرتیري  بریدګر  ګیسټ هاوس ته ننوتلي دي ، دننه ټول کورني او بهرني میلمانه محاصره دي .

اوسمهال د سپکو وسلو ډزو غږونه اورېدل کيږي.

نور معلومات به لږ وروسته پر لیکه شي مونږ سره اوسئ.

خالد وفا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: