کروندګر: حکومت دې د سبزیو او میوو له پاره ښه بازارونه جوړ کړي

عزم (یکشنبه، ۲۸ وږی ۱۴۰۰): په داسې حال کې چې د یخو او واورینو سیمو میوې او سبزې پخوالي ته رسېدلې، کروندګر او بزګران تمه لري، چې حکومت به یې د بازار موندنې غم وخوري.
دوی وايي: پخوا به یې چې د کروندو او باغونو حاصلات ورسېدل نو د خراب بازار او اخیستونکو د کمښت له امله مجبور وو، چې په نیمه بیه یې وپلوري.
د کروندګرو په خبره: دې چارې دوی ته سخت تاوان رساوه او ان د بل وار کښت پیسې یې هم نشوې ترلاسه کولی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په سړو سیمو کې د باغونو او کروندو انګور، مڼې، انار، رومیان او پیاز بازارونو ته د خرڅلاو له پاره په ډیره کمه بیه را ویستل شوي دي.
د کلید ګروپ د یو راپور له مخې: اوسمهال په کابل، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګو کې د یو من رومیانو بیه له ۲۵ تر ۴۵ افغانیو، د پیازو بیه له ۵۰ تر ۸۰ او انګور له ۷۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې خرڅیږي.
راپور زیاته کړې: لا هم کروندګر کور دننه او په نړیواله کچه د بازار او مارکیټ له نشتون سر ټکوي او مجبور دي چې د تېر په څیر تاوان ته غاړه کیږدي.
د نوي حکومت چارواکو، د سوداګرۍ خونې او اقتصاد وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې یې څرګنده کړې وه چې د هوايي پروازونو په پیلدلو سره به نورې نړۍ سره سوداګریزه راکړه ورکړه بیا پیل شي.
باید وویل شي چې د افغانستان زیاتره تولیدات، سبزي، تازه او وچې میوې ګاونډیو هېوادونو، خلیج او ان اروپا ته صادریږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button