تنګي دره او د ولس قربانۍ!

مجاهد خواجه

په تیر شل کلن انقلاب کې د افغانستان په هر ګوټ کې له مؤمن او مجاهد ولس سره ظلم او زیاتی شوی دی.هره تیږه او لوټه په دې ګواه دی چې د اشغالګرو له خوا په هیواد څه تیر شوي دي.
علمي شخصیتونه مو د بدرنګه اشغال له امله شهیدان شوي، او څه درنې هستۍ مو په تیر اشغال کې له لاسه ورکړې.
دا هر څه د حق لپاره وو. او د حق او باطل په مقابله کې ورته اړتیا لیدل کیدله.
ددې ټولو ظلمونو ترڅنګ مو د میدان وردګو ولایت د تنګي درې ته سر ور ښکاره کړ.
هغه دره چې په سلګونو ننګیالي یې د اسلام د نفاذ په خاطر قرباني کړي دي.
هلته مو د شل کلن اشغال د شهیدانو په ویاړ او د دوی اراواحو ته د دعا و په مراسمو کې برخه واخیسته.
ډیر څه مو واوریدل چې د تنګي د مجاهد پالې درې د قربانیو ،فداکاریو او سرښیندنو داستان یې غږولو.
داسې کور به نه و چې په دې لاره یې زوی، ورور/پلار قربان کړی نه وي.
ډیر داسې کورونه وو. چې دوه/درې د کورنۍ غړي به یې د حق په دفاع کې شهیدان شوي وو.
حتی داسې کورونو هم و، چې د کورنۍ ټول غړي یې په شهادت رسیدلي و. تر ډیره هغه ماشوم ودردولم کوم چې د اسلام د نفاذ په پار یې ټوله کورنۍ قرباني کړې وه.
اوس یې د پنځه کلونو په عمر د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه وه.
پلار، نیکه، ترونه یې د امریکایي ډرون په بې رحمه ګذار کې په شهادت رسیدلي و.
په دې جهاد پاله دره کې څو ملالۍ خوندې هم د غربی ښکیلاکګرو په بمونو او چاپو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
په دې سیمه کې د حق لارویانو، ښکیلاکګرو ته د عبرت درسونه ورکړل. او د امریکا د مغرور واکمن اوباما سترګې یې د اووه دیرشو بحري کمانډویانو په وژلو اوښلنې کړې. د اشغالګرو سترې سترې شوبلې یې د ماینو خوراک کړې.
لنډه دا چې د تیر شل کلن اشغال په وړاندې د دوی قربانۍ او فدا کارۍ د ستایلو دي.
د دې دَرې ښایست او ښکلا د تورتمونو او وحشتونو بلا خوړلې، د شنو باغو په حاصل خیزو ونو یې د دوښمن د مرمیو نښې د تیرو وحشتونو کیسې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button