په محشر محشر وطن کې د نفسي نفسي نارې دي…!

ليكوال: نجیب ننګيال

ياران وايي کمنټونه بند کړه. خلک کنځلې پکې کوي. زه وايم مونږ چې له دې ملت سره څه وکړل او په څه ډول مو پرېښودل کنځل څه چې په کاڼو مو و ولي هم کمه ده. دا چې مونږ ته ولې کېږي. دا ځکه چې مونږ غږېږو او لا مو هم په طالب طالب ماحول کې د احتجاج غږ لوړ ساتلی دی. نور غلي دي. له شرمه به ولاکه را ښکاره کېدای شي. اخر انسانان دي، دومره حيا خو به لري. پټه خوله یې بهتري ده.

بابا غلی دی. د کتاب په ليکلو بوخت دی. لمسيانو یې يک تنها پرېښی. د خپلو نازولو سزا یې خپله وليده. لېونی یې لومړی په ځان کوي. فضلي صاحب خپل کوچنی کلينک په لوي روغتون بدل کړی او د سوېډن په مالمو کې اخته دی. لکه هيڅ چې نه وي شوي او دی هيڅ د دې فاجعې د رامنځته کېدو کرکتر نه و. د مريم سماء بيا ځلي ديدار یې په زړه داغ دی او بس. ده د خپلې …. ټک پکې ووېست، څه که د بابا حکومت یې د دلبرو صدقه کړ. محب صاحب د بابا خدمت کوي او لا یې هم خوله بنده ده. خپله خبره خپله نشي کولی. ګويا د ده د سطحي دريځونو او بې ستراتيژۍ سلاکارۍ زور له مونږه وځي. يوه ماسختن یې د ارګ په مهمانخانه کې را ته ويل،‌ که موقت حکومت راځي نو طالب به زمونږ په مړو تېرېږي، بيا به ارګ نيسي. مونږ هم باور کړی و،‌ چې سړی خوږياڼی دی. حتما دا دنګه ځواني قربانوي. خو لالا داسې توره وکړه، چې د خلکو د پيغور له ډاره در ګرده پخواني عکسونه ړنګوو. عطا نصيب د غلا کړو پيسو په مټ د ريل سټېټ په کاروبار شروع کړې او درګرده د وېلاوو په رانيولو بوخت دی. وروستی قرداد یې تر سل مليونو ډالرو ډېر و چې هوايي ميدان ته یې د فهد مومند په لاس رادارونه ورته را نيول. پيسې یې يوړې، ‌رادارونه و نه لګېدل. د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين د کابو دوه سوه مليونه ډالرو ډله ايز فساد او د اسټراليايي کمپنۍ درواغجن دوه ملياديز د برېښنا قرارداد یې پرې بالا. کبير عيسی خېل چې پخوا د نايټ کلب ګارد و او لندن کې په کولنګي چرګ مشهور و، شايد اوس یې خپل کلبونه خلاص کړي وي او د تدارکاتو د مليونونو ډالرو د غلاوو په مټ به عيش و نوش وکړي. الهام هوتکي پخوا کونه وېستلې وه او د غلا ټارګټ یې ترلاسه کړی و. نورې یې نشوې سپمولی. لکه نور غله، ده هم خپل ثروت په ترکيه کې خوندي کړی. د خليفه اردغان په خلافت کې د غلا کړو پيسو لپاره هيڅ ممانعت نشته. د ټولو مومنانو سرمايې هلته خوندي شوې. اتمر صاحب د امارت او مقاومت تر دا منځ د دريمي لارې په کښلو بوخت دی او فکر کوي دی به بيا په ګوډه پښه د ګوډ نظام حاکم شي. پيسې یې له شريکانو سره بندې دي. نيمې یې ورکړي، د نيمو پسې سهار ماښام مسجونه کوي. بېچاره په وروستۍ ورځ د کابل ټرمينل کې کومې نجلۍ په لغته وهلی و، چې درځه رذيله. خدای دې بيا وطن مه نصيب کوه. خپلواک صاحب درګرده ځان خوري. نيمه ورځ ځان ته غوسه وي، نيمه ورځ ټاميانو ته ښېراوې کوي. نه د قطري ږيرورو شناخت کار ورکوي، نه د پکتيا د قبيلو سرداري. زاخېلوال د سقوط په سهار له ټورنټو اسلام اباد ته عاجل ټکټ کړی و. چې موقت نشي. دی به غير حاضر وي،‌ باز به د بل چا په سر کېني. اوس یې کيرمچ بوټانو ته تلي ور بدل کړي، په بيابانو ګرځي. سهار دور بابا، ماښام مياعلي صيب. وای جمهوريت غني سقوط کړ، لکه ده چې رښتيا جمهوريت غوښت. خدای دې چې وهي، دغسې دې وهي. ښه د چرګې یې له مالګې سره څه؟ کرزي صاحب درې نفري وټس اپ بانډار ګروپ جوړ کړی. دی دی، عبدالله دی او حکمتيار صاحب. نوبت یې اچولی، يو له بله سره ګوري. نه وتلی شي، نه پاتېدای شي. د عبدالله په زړه داغ دی، چې که غني فرار نه وای کړی، واک ده انتقاليده او خبره یې بيخي پخه وه. شايد دا وار یې سوال قبول شوی وای او لکه مجددي که دوه مياشتې ولسمشر وای،‌ هم سمه وه. مقصد چې ارمان وخېژي. خو بېچاره خبر نه و، چې د کابل د سقوط سره سم یې له کوره د ابوسفيان کور جوړ و. کرزي او حکمتيار دواړو ده کره پناه وړې وه. د ده د کور امنيت بيا له ميدانه څارل کېدو څه یې نه ورته ویل. د ملسميار رنګ تښتېدلی و، کوم وار یې لکه چې ويلي‌ و چې انس حقاني اعدام کړئ. انس حقاني لومړی د ده کور ته ورغی،‌مسلميار یې لکه دادا له لاسه نيولی و، چې راځه زويه! زه اعدام نشوم، اعزام شوم. چې اعدامونه کوي،‌ شاهي قصرونه نه جوړوي. جلادان ساتي، کمېشنکاران نه. مير رحمن رحماني‌ به چې سهار په پارلمان کې حکومت ته اخطارونه ورکړل، ماښام به د ملي امنيت شورا مېلمستون ته ورغی. ويسکي به یې وڅښله، د خولې فيرونه به یې شروع کړل. په يوه پښه به ګډېده. راوي حکايت کا، چې سرور احمدزي به ډېر کله د ساقي رول ادا کاوه او په امريکا کې د سيون ايلون د سټورونو د اخيستلو ژمنې به همدلته تبادله شوې. سرور احمدزي بيا په وروستۍ ورځ يو چا ته ډک تور بېګ سپارلی و، چې د امنيت شورا مهم اسناد پکې دي، پام کوه. هغه چې د اسنادو خبره اورېدلې پوهېده، چې اسناد چارواکي پيسو ته وايي. بېګ یې خلاص کړی. مال و متاع یې وهلې. په سبا یې ور غږ کړی،‌ چې بېګ خو په اړو دوړ کې ورک شو. ما ايله خپله ووېسته. شاه محمود مياخېل صاحب شکرونه باسي چې شکر دی په وخت را وتلی يم. که زه ايسار وای بيا به مې څه کول. وای قرباني مې ځکه نه ور کوله، چې مياګان د ورکولو وال نه دي. غواړي یې. اسماعيل مياخېل موسک موسک کېږي او سهار ماښام یې شونډې غوړې وي. د بي بي سي د للو للو له کارټونه د ار ټي اې رئيس شو. خدای خبر چې د نود و يک کوډ نه یې نه څومره يوړې. بخت دې وي، دغسې دې وي.‌ راتوں رات کروڑ پتی بن گيا. نور پاتې ژوند دی پوه شه او پتنګان یې چې په څو فيصدۍ سره شريکېږي. خوشال سادات اورېدلې چې اتل يم، نو بايد دوام ورکړم او بې درېشۍ بد ښکارم. د جنرال مبين په دعوت یې هم زړه تړلی وي، کابل ته یې زړه تخنېږي. خوا یې له محبه بده وي، پخوانی نظام له مخې درته چليپا کړي. ميرزکوال وايي خدای مې پرده وکړه درې زامن مې له ځانه سره راوويستل. يوازې د وروستۍ ورځې دېرش مليونه او په بل روايت پنځه څلوېښت مليونه افغانۍ اپراتيفي پيسې مې چې د اضطراري حالت په نامه يوړې، که په کار واچوم. ما به يوه په بله ورته اړولې وي. کله کله به فرزانه جانې ته هم پکې زنګ کېږم. احوال یې ثواب دی. حجره به مې وي. درګاه به مې مالومه وي. ويرجينيا به پکتيا کړم. د کې پي ايف يارانو ته یې ويلي چې ګوتې جګې کړئ، افغانستان ته ځئ که نه؟ له مخې يس سر دي، که امريکايي هيلي کوپترونه وي، د هر چا سر چې غواړي ورته راوړي یې. مونږ یې هم ګنګس کړي یو، چې دا د داعيې لښکر و،‌ که د کرايې؟ شبګير صاحب ټول بشريت ته چېلنج ورکړی چې خدای دی قران دی، اتانيز مې ولاکه پټ کړی وي. ټول فرمانونه مې بې شکرانې جاري کول. خو په ډېرو قسمونو یې ملت ته شک ور اچولی، چې دال مې ضرور کچھ کالا هې. د ژوند له رونقه به یې اوس نه، خو وروسته مالومه شي. اندرابي صاحب ځان هر دلعزيز وزير بولي. که دی یې نه وای لرې کړی، نظام سقوط نکولو او لا به هم له تادين خانه ورته مياشتنۍ اجوره را روانه وه. جواد اندرابي به هلمند کې د تارياکو د مسير امنيت ساته او خليل اندرابي به له غزني مهمات اندراب ته لېږدول چې په بده ورځ کې به یې پکار راشي. درمل صاحب به لاس په نامه ولاړ و، چې حساب یې تېر کړي. هغه بلا سړی دی خپل او پردي حسابونه یې دومره محرم وساتلی شو، چې زه یې په ديارلس کلنه يارۍ کې په مخ و څټ پوه نشوم. ما به لا هم اعلاميې خپرولې او په ډرون کامرو به مې کليپونه جوړول چې وزير صاحب داسې وفرمايل. کله کله به ځان بد هم را ته ښکاره شو. خو د غريبۍ مېرمنه واخلم، په بې روزۍ وطن کې زمونږ ناز چا ووړ؟ د خوشال خليل مړی ژوندی ورک دی. د ده د خپلې اصطلاح په مصداق په قير سړک پاتې شو. مزې فضلي وکړې،‌ مخ د ده پکې تور شو. هر چېرې چې وي، خوندي دې وي. دا سياست دی. خير دا پکې راځي. بيا دې په پردۍ ….. شرط نه تړي. عابدي صاحب سيګريټ کم کړي او رنګ یې لږ سپين شوی. په تمه دی چې کومه ايجنسي یې استخدام کړي او دی د استخباراتو او کاونټر ټيروريزم ليکچر ورکړي. بېچاره ښه کانفيډنس لري او کميس پرتوګ ښه په جنګ اچولی شي. رڼې رڼې به دې ورته کتل، غولولې به یې. خو فکر کوم څومره ژر چې د ډيلوژن له ګردابه راوځي، صحت ته یې ګټه لري. وليد تميم کور کې ختم کړی و چې ښه شو نظام سقوط شو، د ده د اختلاص دوسيې به په څارنوالۍ کې ورکې شي. خدای خدای کوي، چې طالبان پخوانيو دوسيو ته لاس ور نه وړي. يو لوېشت سړی و،‌خو ډېر فسادي و. اسد الله خالد وايي زه نه غافله وم، نه ناروغ. خصلتا کوږ يم او همدغسې ګرځېدم. نه وم خبر چې زما ژاولن وجود به د سرتېرو انګېزه وژني او سقوط به کوي. که جګړه مې کوله که نه، خو هلکان مې ښه مقررول او شب نشينۍ مې ډېرې وې. منيره جانه مې د ښځينه سربازانو اتله وه او سميع سادات مې ښه فلمي ممثل روزلی و. که هلمند یې و نه ژغوره، پرې بمبار خو مې کړو. دوه کاله وزير وم. ویښ وم که ويده. خو بادار مې لرلو‌، لکۍ مې شخه وړله. چې ښه مې ولړل، ور خوشې مې کړه. که بيا راغلم، محب اعداموم. زه مېړنی وم، خو هغه کار ته نه پرېښودم. کريم توتاخېل د سقوط په دوهمه په ميدان کې فرانسويانو ته ژړلي و، چې خير دی که ليست کې مې نوم نشته. در و مې باسئ. شمشتو ته مې مه مجبوروئ. زه ور سره بلاک يم. د پنځو کالو يار مو و. چوکۍ راڅخه خراب کړو. که یې ګوري، سلام دې ور و رسېږي. رويا جانې رحماني په واشنګټن کې پناه اخيستې. غني لا له واشنګټنه تللی نه و، دې کانګريس ته شکايت وکړو چې غني زن ستېز دی او دا یې د دوه مليوني دېوال د اختلاس له امله نه بلکې، د زن ستيزۍ د برخورد قرباني ګرځېدلې او منفک کړې یې ده. وايي حکومت فاسد و، سقوط شو. دې دېوال ځکه مظبوط جوړ کړی و، چې تاداب یې قوي شي. خو ونشوه. انسان تر خپلې وسې پړ دی. عادله جانه راز د غني تر فرار او د کابل تر سقوط ډېره په دې غوسه ده چې ولې یې متين جان له ګېمه نه و خبر کړی او له ځان سره یې د اقرباء سلطان په ډله کې پورته نکړو. ښه دا که مړ وای، بل به له کومه کېده؟ ځان ته هره مياشت لا هم د سفارت له بوديجي معاش او کرايه اخلي. مونږ ته يې د راتګ سره سم ووېل، خدای دې چاره وکړه وروره. سفارت نور ستاسې بوج نشي اخيستی. خپل غم خپله کوئ. زمونږ دنده له پيلېدو مخکې ختمه شوه. نه معاش شو، نه دفتر. بې يار و مددګاره پاتې شو. نه خدا هي مِلا، نه وصالِ صنم. بخت مو کوټه و، په دومره غوړه ديموکراسۍ کې د ښې ورځې څښتنان نشو. د کوچيانو د دلاور فيضان خبره، ادې مې دعا را ته کړې چې خدايه زوی مې نېک صالح را لوی کړې. اوس یې دومره نېک صالح کړي يو، چې په ګناه پسې ګرځو هم نه موندل کېږي. خالد پاينده په واشنګټن کې د هر دوهم پېنل مېلمه وي. وايي نظام تر بېخه فاسد و، او دی د نجات لپاره ورغلی و. نه یې پخوا پټې کړې وې، نه اوس د غلا په اراده تللی و. بس غوښتل یې حکومت معاينه کړي او بېرته راشي. افغان چارواکي چې له دندې لرې شي، ټول خپله بره د بل کمه وايي. سپين چرګ راوځي. ضياءالحق امرخېل یې خراب تراب کړو. هغه شروع کړې وه بېرته یې پخوانۍ يادې کړې سيپارې ګردانولې. که په نوي انډوخر کې پاچ تر سره کړي، کوم ځای وټومبل شي. د ده انکشافاتو یې هغه چانس هم ور وسېزه. اوس ډارېږي، امارت یې تر خولې ژوولې مړۍ و نه باسي. اسماعيل يون په ترکيه کې دی.‌ له ارين يون سره لاس نيولی ګرځي. په اخر عمر یې هاني مون وکړ. نور خو یې شل کاله هسې لکه د قارون دنيا په سر باروله،‌خوړله یې نه. خپله د زړو مکروريانو په اپارتمان کې اوسېده خو د وزير اکبر خان د لسمې کوڅې مفشن د لکونو ډالرو کور یې دفاع وزارت ته په کرايه ورکړی و. پدرام وايي پاکستان دوکه کړو او نامردي‌ یې وکړه. مونږ تذکره نه اخيسته، دوی شناختي‌ کارت را پسې راوړ. عطا او دوستم ته یې پنځه پنځه مليونه ډالر په ارګ کې ورکړل چې شمال به تاسې ژغورئ. ورځئ سترګې مو سرې دي. دوستم تاشقند کې په زړه کې تندي ته ټق ورکړی و، چې اخ لکه چې دې احمدزي د هغه بل احمدزي سره ستا د کړې ناځوانۍ غچ واخيست. لکۍ یې در غوړه کړه. په حيرتانو یې پورې وېستې.‌ درېشي درېشي لاړه او مارشالي مارشالي. د بلخ په امپراتور داسې توره ورځ راغلې وه، چې د خپل ښار نقشه نه ور مالومېده. ده وېل که ګمرک دی،‌ هغه ازبکستان ته اوښتی و. بلا طالبان دي،‌ کله کله د سړي شک شي، چې رښتيا ملايکې ور سره نه وي. نو ټانک له موټرسايکله چا په تېښته ليدلی؟ هزاره ورونه در ګرده د هزاره کشۍ او د کوچ اجباري نغاره غږوي. که څو تنه نور په اروپا او امريکا کې پرې ومني او د قبيله يي انحصاره یې وباسي. خليلي په اسلام اباد کې کېس اچولی او دانش په انقره کې د يوه بېګ سره ښکته پورته ګرځي،‌ چې جانم در خطر است. صالح صاحب اسټراليا ته رسېدلی. تر وينې یې ماغزه ډېر ايشېدل. دی چې د غني‌ له تېښتې خبر شوی و، نغد یې ځان جمهور رئيس اعلان کړ. خبر نه و چې منزل د ټولو يو دی،‌ خو سفر جدا جدا. احمد مسعود د دوهم مقاومت تکبير ووايه خو هيلي کوپتر یې هم تيار د پنجشېر په لوبغالي کې درولی و، په سخته کې یې پکار راغی. سوېس دی که پاريس، خو‌ يوه کې په چندو اخته دی.‌ فکر نکوم، وړۍ یې شړۍ شي. افغانستان داسې نه نيول کېږي چې ما اينجا ک ېرم در قره باغ.

کيسه مې دا کوله چې دا ورځې په وطن کې محشر ګډ دی. ټول د نفسي نفسي نارې وهي او هيڅوک نه موندل کېږي چې د امتي امتي غږ وکړي. خلک وږي دی. وېرې او ترهې اخيستي دي. د مرغانو غږ هم پرې بد لګېږي. چې هر څه دې ورته ووېل، د خبرې سياق و سباق دې نګوري. بس ستا خور، ستا مور….. همدا ته وې چې د بابا ننګه دې کوله او ټول غله دې د تخنيکي کدرونو په نامه را باندې تېرول. مونږ چې دا ورځې ډېر خجالت د خپلو ملګرو د کارنامو له امله باسو، په حسرت یې تماشه کوو. کنځاوې یې هم بدې نه را لګېږي. ملت مې دی. حق یې دی.‌ که دوه څپېړې مو ووهي، پيغور یې نه ګڼو. خدای دې له دې بدې ورځې ژر وباسي. د مياګل زنکندن پرې اسان و. مياګل خانه خراب چرسي سړی و. په وروستيو کې یې چې زنکندن و. ملا صاحب چې بله وسه یې نه کېده، د سورت ياسين له پای وروسته یې پوښتلی و. چې مياګله څنګه یې؟ هغه ور غږ کړی و. چوپ شه ملا صاحب همدا مياګل دی چې دې زنکندن ته یې کو–نه ټينګه کړې.

د بدبخته ملت بيا يو زنکندن نه دی. هره لسيزه يو مرګ پرې تېرېږي. مړ شي. بيا را ژوندی شي. له صفره یې شروع کوي. بيا یې هم کور ودان چې په دومره تحولاتو کې ساه اخلي. که ما مه شمېره در ګډ يم را سره منئ، زه هم در سره يم. مونږ که هر چېرې و. هر څنګه و. دعا او تمنا به مو تل دا وي چې،

ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

——–
يکشنبه، د اکتوبر لسمه، ۲۰۲۱م
ويرجينيا، امريکا

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button