غزل/ بلینډه بدرۍ
مخالفت دی، تهمت لږي د وخت شر هم شته
د زندګۍ ښه دی پر ما دومره اثر هم شته
څنګه د ښار تنګ زړي خوی کې يې جوړ شوی طبيت
هلته حجرې، ژرنده جومات شته او ګودر هم شته؟
د نوي دور د هوس دا ډنډوره ده دروغ
اتڼ هم شته، اشر هم کيږي او سنګر هم شته
زما د کور د ژڼو حال خو بس همدا ملنګه
څوک شهيدان، ځينې بنديان هو مسافر هم شته
ويل د بدرۍ به ګورې پام ځان ته را واړومه
دومره حکمت او کرامت، کوډې، منتر هم شته
بلینډه بدرۍ