د سهار او ماښام اذکار (پښتو اپلیکیشن)

استاد حامد افغان

په دې نامه مې هغه اذکار راجمعه کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به سهار او ماښام ویل، بیا مې پښتو ته ژباړلي او د دې اذکارو په اړه چې کوم حدیثونه راغلی او د دې اذکارو فضیلتونه په کې بیان شوي؛ هغه روایتونه مې هم راخیستي او ژباړلي دي.

نیت مې داسې کړی و چې لومړی یې نیټ او سوشل میډیا کې نشر کړم، داراز PDF کې یې هم خپروم چې عامو خلکو او هر چا ته ورسیږي. او له دې سره یې په جیبي شکل د چاپ کولو اراده هم لرم چې خلکو ته یې له ټولو لارو ورسوو.

له ټولو درنو ملګرو هیله کوم چې په دې ستر د خیر کار کې پوره پوره مرسته راسره وکړئ، لطفاً دا انځور او لینک کاپي کړئ، فېسبوک، ټویټر، واټسپ، انسټیګرام، ټیلیګرام وغیره ټولو کې یې نشر کړئ. باور وکړئ دا کار نږه خیر دی او ډېر لوی خیر دی. الله دې موږ و تاسې ټول د خیر چارو کې کړندي لري.

لینک:?

https://play.google.com/store/apps/details?id=ayl.app.azkaar

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button