پښتانه پر څو سترو ښاخونو ویشل شوي دي (پنځمه برخه)؟

۵- متوزي پښتانه (غلجي او لودي پښتانه ترې مراد دي)
غلجي په افغانستان کې تر درانيو وروسته د پښتنو دويم ستر ټولنيز ګروپ دی چې د پښتني شجرو او روايتونو له مخې د بيبي متو اولاده ګڼل کيږي چې د بيټ نيکه لور وه. د غلجي قبيلې نوم د خلجي، غلزي او غرزي په بڼو سره هم راغلي دی.
د غلجيانو په اړوند تاريخ پوهانو او ختيځ پيژندونکو بېلابيلې ليکنې کړي دي. ځينې دوی ترکان او غزان بولي چې د غزنويانو او سلجوقيانو د واکمنيو په وخت کې افغانستان ته راغلي او د غزني او زابلستان په سيمو کې مېشت شوي دي. ځينو بيا دوی د مغولي چنګيز خان د زوم خالج خان د نامه له کبله خلجيان ګڼلي دي او ځينو دوی د هفتاليانو پاتي شوني بللي دي چې زما په اند دا ټولې مردودې نظریې دي.
د افغانستان نامتو مؤرخ علامه عبدالحی حبيبي د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د غلجيو پښتنو په اړوند داسې کښلي دي: “خلجي، غلجي يا غلزي په اصل کې غرزی دی چې په دری ژبه يې کوهزاد بولي يعنې د غرو خلک چې دا کلمه په غرچ، غرچه، غلچه او نورو ډېرو تاريخي کلماتو کې شته او کله (غ) په (خ) هم اوښتی دی او غلجی، خلجی شوی دی او غلجي له لرغونو زمانو د غزني په غرو او رغو کې اوسي او د زابلستان يا اوسني زابل پخواني خلک دي”.
بار تولد بېا وايي: “د غرج، غرچ يا غرش کلمه يوه پخوانۍ اريايي کلمه ده چې د مرغاب په ټاپو کې د اريايانو استوګنځي ته ويل کيږي.”
توماشک عقېده لري چې: د ګر Gar يعنې غر کلمه لرغونې باختري کلمه ده او غرچه د غزني د اريايي اوسېدونکو نوم دی او له دې کبله خلج، غرج او غرچ د غره زوی يا غرزی دی. غر اوس هم په پښتو کې يوه ژوندۍ کلمه ده. د اوستا په “هوم يشت” کې غر د ګيري په بڼه راغلی دی چې په خرده اوستا کې هم ليدل کيږي او په سنسکرېت کې هم ګير او ګيري د غره په مانا دی. ان عربانو پخواني ګرشاه ته د (ملک الجبال) لقب ورکړی و چې په عربي کې جرشاه دی. په پښتو کې غرڅه، غرڅنی د غرني په مانا دی چې د غرچه، غلچه او غلجي نوم هم له هغه ځايه راوتلی دی.
عربي جغرافيا ليکونکو هم دې ټکي ته اشاره کړې ده چې غر د جبل په مانا د غرشستان او غرجستان په تاريخي نومونو کې دخيل و.
ياقوت هم د البشاري په حواله وايي: چې غرج په اصل کې د غره په معنا دی او خراساني مؤرخينو چې دا کلمې له خپلو هېوادوالو نه اوريدلې دي هم د غرجستان نوم په اصلي بڼه غرستان ليکلي دی چې غرستان د غره د اوسيدونکو او دوی د استوګنې د ځای نوم دی.
زموږ د هېواد مشهور مؤرخ منهاج السراج جوزجاني د عربي مؤرخينو پر خلاف د غرجستان او غرشستان پر ځای غرستان ليکلی دی او د طبقات ناصري په زړو نسخو کې هم څو واره غرستان ليدل کيږي.
په هر حال غلجی يا غلزی يو پخوانی او لرغونی نوم دی چې مانا يې د غره زوی دی او د پښتنو غلجيانو لومړنی نېکه غلجی بابا و چې درې زامن يې درلودل چې توران، تولر او بولر نومېدل. د زامنو نومونه يې هم زړو او لرغونو اريايي نومونو ته ورته والی لري. د تور کلمه په اوستا کې هم شته او دا نوم تر اوسه هم په پښتو ژبه کې په بېلا بېلو بڼو (تور، تورانی، تورک، توری او توره کي) شته. همداراز بولر يا بلور يو زوړ تاريخي نوم دی چې ګېلګت نه نيولی د نورستان تر سېمو خلکو باندې اطلاقېده او د بارتولد په وينا تر اوسه پورې هم د هغه ځای ځينې تور پوښه قبايل ځانونه بلور بولي او دا کلمه تر اتلسمې پېړۍ پورې په چيني کتابونو کې ليدل کېدله.
د افغانستان په تاريخ کې د غلجيو قبيله ځکه د زيات اهميت نه برخمنه ده چې دوی د اتلسمې عيسوي پيړۍ په پيل کې د ميرويس خان نیکه (١٧٠٩ – ١٧١٥عيسوي) تر مشر تابه لاندې وکولی شو چې په کندهار کې دصفويانو بيګلر بيګي ګرګين له مينځه يوسي او د يو خپلواک ملي دولت بنسټ کيږدي. همداراز د همدې کورنۍ يو بل واکمن شاه محمود هوتکي په ١٧٢٢ عيسوي کال کې ايرانی شاه حسين صفوي د واکمنۍ نه را وپرزاوه او پخپله د اصفهان پر تخت کښيناست.
غلجيانو په هند کې هم واکمني چلولې ده چې بنسټ يې د سلطان جلال الدين غلجي له خوا په ١٢٩٠ عيسوي کال کې ايښودل شوی و او ورپسي د دغې کورنۍ نورو واکمنانو لکه: سلطان علاؤ الدين غلجي، سلطان قطب الدين مبارکشاه غلجي، محمود غلجي او غياث الدين غلجي په خپل وار سره پر هندوستان واکمني کړې ده.
د پښتو ژبې مشهور شاعر (د تورې او قلم خاوند) ستر خوشال خټک په خپل کليات کې په هند کې د غلجيانو د واکمنۍ بنسټ ايښودونکی سلطان جلال الدين (١٢٩٠ – ١٢٩٦ عيسوي) په زغرده او صراحت سره غلجی بللی دی. لکه چې وايي: بيا سلطان جلال الدين پر سرير کښيناست چې په اصل کې غلجی د ولايت و.

لیکنه: لطیف یاد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button