سبا به د شل اوریز جام سوپر ۱۲ پړاو پیل شي

عزم (جمعه، ۳۰ تله ۱۴۰۰): د ۲۰۲۱ کال د شل اوریز نړیوال جام وروستۍ ۱۲ لوبډلې معلومې شوې او سبا ته به د سوپر ۱۲ پړاو سیالۍ پیل شي.
نن د وروستي پړاو لوبډلې معلومې شوې چې له ډلې یې لومړي ګروپ ته سري لنکا او بنګله دېش کوالیفایي وکړه او دوهم ګروپ ته بېا سکاټلنډ او نمیبیا ورسېدل.
په دوهم ګروپ کې افغانستان هم شته، چې د هندوستان، پاکستان، نیوزلینډ، سماټلنډاو نمیبیا پر وړاندې به ۵ لوبې وکړي.
د لومړي ګروپ ۶ لوبډلې بېا اسټرالیا، انګلستان، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، سري لنکا او بنګله دېش دي، چې سر له سبا به د دوهم پړاو سیالۍ سره وکړي.
له دې وړاندې ۸ لوبډلو د سوپر۱۲ له پاره کوالیفایي سیالي وکړې چې پاپونیوګیني، ايرلنډ، عمان او نیدرلینډ پکې پاتې راغلل.
باید وویل شي چې روان جام به د نومبر تر ۱۴مې نېټې دوام وکړي.
سبا به دوه لوبې د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ، همدارز د ویسټ انډیز او انګلستان په من کې ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: