د پخوانیو جنګسالارانو له خوا د مقاومت نوی اعلان!

عبدالحی قانت

د مقاومت په نامه راټولې شوې څو پخوانۍ څېرې چې تاریخ یې د هر افغان په ذهن کې ثبت دی، وړمه ورځ یې د سیاسي او نظامي فعالیت پیلولو خبر ورکړ.‌
د دوی د مقاومت لوی خبر دا ؤ چې دوی افغانستان کې دیموکراتیک نظام غواړي! سړی حیران شي، دا شل کاله چې دوی د امریکا په هر نعمت کې په دې پاکې خاورې مست وګرځېدل؛ هغه څه ؤ؟! افغان ولس څه تر لاسه کړل؟ ولس په اور کې لولپه ؤ او دوی مزې کولې.

خو دا بې چاره مخلوق په دوو غلط فهمیو کې اخته دی:

یوه دا چې دوی فکر کوي نړې تر اوسه هماغه د ۱۹۹۶ نړۍ ده. دوی به مقاومت اعلان کړي‌ او بیا چې د نړۍ د هر هیواد کټې اوس افغانستان کې نه تضمینېږي، له دوی به د شخصي ملېشو کار واخلي.
خو اوس هغه وخت نه دی، هغه وخت تېر شو.‌ هغه ورځې لاړې چې له ایران، فرانسې، امریکا، مرکزي آسیا او اروپا څخه به میلیونونه ډالر راتلل. اوس د نړۍ لپاره دوی د پیپسي له تش بوتله لوی حیثیت نه لري.

اوس نړۍ ستړې ده، میدان یې بایلود او.بیا به څوک دلته د راتلو او یرغل فکر و نه کړي.

بله دا چې دوی فکر کوي ولس اوس هم هماغه د نويمې ۹۰ لسیزې ولس دی، چې د نړۍ له سر و بر نه دی خبر، چا چې پکول تاو کړ، دوی پسې اقتداء ته درېږي.

خو افغان ولس ته د دوی د مقاومت ټول پیغام دا دی، چې تر پرونه امریکا وه؛ زمونږ مزې وې، موټرې وې، پیسې وې، دې سره مو کار نه درلود چې نظام د چا ؤ، د ولس پکې څه ؤ،‌ خو مونږ پکې میلیونران ؤ. اوس یې مونږ له افغانستانه ویستلي یو،‌ نو تاسي راپاڅئ، جګړه وکړئ، ځان ووژنئ، قرباني ورکړئ، تر څو مونږ بېرته افغانستان ته راشو او خپل ټېل ما ټېل ته ادامه ورکړو.
د شل کلن مات روایت ټولې مشرتابې افغان ولس ته له همدې نظره کتل، دوی ته دا ولس پرون هم احمق ښکارېد او نن هم ورته ښکاري خو اصلا کیسه سر چپه ده.
د تجزیې، نفاق، بې اتفاقۍ، جنګسالارۍ او تعصب ټولې کړۍ دې ماتې او ګران هیواد دې تل د دوی له حضوره پاک وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button