هلمند کې ویجاړ شوي پلچکونه بېرته رغول کېږي

عزم(یکشنبه، ۰۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د هلمند ښاروالي وايي، د مرکز لښکرګاه ښار اړوند به ټول ویجاړ شوي پلچکونه بېرته ورغوي.

د هلمند له ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ویجاړ شوي پلچکونه به په معیاري ډول ورغول شي.

د هلمند ښاروال احمد سعید انصاري وايي، د هلمند ښاروالۍ د انجینرۍ ډلې له لوري د پلچکونو ډېزاین بشپړ شوی او چارې هم یې پیل شوي دي.:«قراردادي شرکت ته ویل شوي چې د انجینرۍ د معیارونو پر بنسټ او ډېر ژر ویجاړ شوي پلچکونه ورغوي، چې ښاریان له ګڼ شمېر ستونزو څخه وژغورل شي.»

د ښاغلي انصاري په خبره، د لښکرګاه ښاروالۍ د ځمکو د غصب د مخنیوي چارې هم پیل کړي او د لښکرګاه ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیریت له لوري د احمد شاهي مېنې په سیمه کې یې د پینځه جریبه ځمکې د خپلسري تصرف مخه نیولې ده.

دی وايي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې ځمکې په خپلسري ډول ډول تر تصرف لاندې راولي او یا یې غصب کړي.

تېر حکومت د هلمند د سقوط پر مهال په مرکز لښکرګاه ښار ګڼې بمبارۍ وکړې، چې له امله یې روغتونونه، سړکونه، پلچکونه او نور عامه ځایونه ویجاړ شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button