ننګرهار کې ۵۰ داعشیان حکومت ته تسلیم شوي

عزم(دوشنبه، ۰۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۵۰ داعشیان د قومي خلکو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ننګرهار د قومي خلکو په منځګړیتوب ۵۰ داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شول، دوی پر خپلو کړنو پښېماني ښودلې او د ننګرهار له ملي امنیت سره یې ژمنه کړې چې بیا به دولت ضد فعالیتونه نه ترسره کوي.

د ننګرهار د ملي امنیت رئیس ډاکټر بشیر ویلي، دوی يې د خلکو په منځګړتوب په ځينو مهمو شرطونو بښلي خو که راتلونکي کې يې له دغو شرطونو سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وکړي.: «دا کسان په دې شرطونو بښل شوي چې په تېرو کړنو به بښنه غواړي، هېڅ ډول نظامي وسايل او وسايط به هم نه استعمالوي اوارتباطي وسايل به نه کاروي، بيا به يو ځای نه راټولېږي که راټولېږي نو اسلامي امارت ته به خبر ورکوي.»

د ډاکټر بشیر په خبره، شااوخوا پنځوس داعشيان چې د دغه ولايت د هسکې مېنې او کوز کونړ ولسواليو اوسېدونکي وو او د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې يې د داعش په ليکو کې فعاليتونه کول د قومي مشرانو په منځګړتوب دوی ته تسليم شول.

پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته په ننګرهار کې د داعش په نامه ځینې بریدونه وشول. د ننګرهار د امنیتي چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې یې د داعش پر ضد پرېکنده عملیات پیل کړي او ګڼ داعشیان یې وژلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button