کرېکټ: افغان لوبډله نن له سکاټلنډ سره سیالي لري

عزم(دوشنبه، ۰۳ لړم، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې چې د روان شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن شپه د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې افغان لوبډله د سکاټلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې له سویلي افریقا ماتې وخوړه، خو ویسټ انډیز ته یې سخته ماتې ورکړه، خو سکاټلنډ بیا د لومړي پړاو د خپل ګروپ ټولې سیالۍ وګټلې او دویم پړاو ته یې لاره وموندله.

افغان لوبډله تر دې مهاله ۶ځلې په شل اوریزو لوبو کې له سکاټلنډ سره مخ شوې او ټولې لوبې افغان لوبډلې ګټلي دي. افغان لوبډله د سکاټلنډ په پرتله پیاوړې ده، خو که افغان لوبډلمشر په نننۍ سیالۍ کې هغه لوبغاړي ونه لوبوي چې په تېرو لوبو کې یې هېڅ ښې لوبې ونه کړې، چې ښې بېلګې یې اصغر افغان، فرید ملک او حمید حسن دي او پر ځای یې حشمت الله شهیدي او یا هم عثمان غني په لوبډله کې واخلي.

د کرېکټ بورډ روزونکی دولت خان احمدزی د سکاټلنډ د راتلونکې سیالۍ په اړه ویلي، چې افغان لوبډله باید یادې سیالۍ ته ښه پلان جوړ کړي او ښه پیل وکړي، ځکه سکاټلنډ ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي، بلکې د هغوی د لوبغاړو خامیانې یا نیمګړتیاوې دې په ګوته شي او منظم پلانونه دې ورته ونیول شي. د لومړۍ لوبې ګټل ډېر اړین دي، روزونکي او لوبډلمشر باید د یادې سیالۍ لپاره خپله بهترینه یوولس کسیزه لوبډله جوړه کړي تر څو بریا خپله کړي او د ګروپ په نورو لوبډلو فشار واچوي».

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د درجه بندۍ له مخې افغان لوبډله په اتم مقام کې قرار لري خو سکاټلنډ بیا په یاده درجه بندۍ کې ۱۴م ځای لري.

دغه لوبه د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې تر سره کېږي او په هیواد کې به د ملي او اریانا تلویزیوني شبکو له لارې په ژوندۍ بڼه نشر شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button