د اسلامي امارت د ویاند لپاره درې مرستیالان ویاندویان وټاکل شول
عزم(دوشنبه، ۰۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ده لپاره درې مرستیالان ټاکل شوي دي.
نوموړي پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، انعام الله حبیبي سمنګاني، مولوي احمدالله وثیق او اسدالله بلال کریمي د ده مرستیال ویاندویان ټاکل شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، له دې وروسته به درې واړه مرستیالان په رسمي ډول د اسلامي امارت له دریځ او موقف استازیتوب کوي او رسنیو ته هم د ویاند مرستیالانو په توګه ټاکل کېږي.: «د اسلامي امارت مرکزي وياند او د هغه درې تنه مرستيالان معرفي شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت مرکزي وياند او د هغه درې تنه مرستيالان محترم مفتي صاحب انعام الله حبیبي سمنګاني، محترم مولوي صاحب احمدالله وثيق او محترم مولوي صاحب اسدالله(بلال کريمي) د ارګ په ماڼۍ کې خپلو همکارانو او پرسونل ته ور معرفي شول. له دې هيسته به دمحترم ذبیح الله مجاهد تر څنګ د هغه درېګوني مرستيالان هم په رسمي ډول داسلامي امارت له دريځ او موقف څخه استازيتوب کوي. او سر نن څخه رسنيوته د وياند دمرستيالانو په توګه معرفي کيږي.»
۱/۲ ــ د اسلامي امارت مرکزي وياند او د هغه درې تنه مرستيالان معرفي شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت مرکزي وياند او د هغه درې تنه مرستيالان محترم مفتي صاحب انعام الله حبیبي سمنګاني، محترم مولوي صاحب احمدالله وثيق او محترم مولوي صاحب اسدالله(بلال کريمي) د ارګ په ماڼۍ کې— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 25, 2021