د میلیونرانو مقاومت!!

س.سعید غلجی
درې ورځې وړاندې د سیاف په مشرۍ څو تنو ضمیر پلورونکو او غدارانو د افغانستان اسلامي امارت پر خلاف د فیسبوک له لارې نوې جبهه اعلان کړه.
دغه څو کسه غداران چې اوس له افغانستان څخه تښتېدلي، په داسې حال کې د نوي اسلامي نظام پر خلاف د مقاومت پیلولو اعلان کوي، چې دوی ټول خپله په هندوستان، تاجکستان، ترکیه او ځینو اروپایي هېوادونو کې یو تر بله ورک او بې سرنوشته ګرځي.
یا په بل عبارت؛ هر غلام او غدار د خپل بادار هېواد ته تښتېدلی او اوس له هغه ځایه د سیاسي او نظامي (!) مقاومت د پیلولو نارې راوهي او نوي نظام ته اخطارونه ورکوي!
دغه خائنان او غداران چې ټول یې ځانونه لوی لوی مجاهدین بولي، خو د دیموکراتیک نظام د بیا واکمنولو لپاره له سوچه اسلامي نظام سره مخالفت کوي او د جګړې نارې وهي.
دغو مجرمینو د روس خلاف جهاد کې د افغان ملت قربانۍ وپلورلې، د هغوی په ارمانونو یې لوبې وکړې او د ځان غوښتنې او واک تر لاسه کولو لپاره د کمونستانو تر پرځېدلو وروسته؛ خپلو کې سره ښکر په ښکر شول، پاټکونه یې جوړ کړل، غلاوې او ډاکې یې پیل کړې او پر افغان ملت یې هغه کانې وکړې چې له کمونستانو بدتر حال یې پرې راؤست.
بیا رب تعالی طالبان راپورته کړل، په لنډه موده کې یې د مجاهدینو په نامه د بېلا بیلو تنظیمونو ټول غله، داړه ماران او ډاکوان پسې وځغلول او هېواد کې یې کراره کراری او سر تا سري امن راؤست. خو کله چې د امریکا په مشري صلیبي لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، نو همدغو جعلي او تش پر نوم مجاهدینو د جهاد اعلانولو پر ځای، له صلیبي یرغله ملاتړ اعلان کړ، دیموکراسي ته یې لبیک ووایه، د صلیبي یرغلګرو د پلي پوځ په توګه یې د هغوی غلامي ومنله او شل کاله یې د صلیبیانو تر څنګ؛ داسې وحشتونه وکړل چې ټول انسانیت او آن خپله صلیبي یرغلګر پرې وشرمېدل.
همداراز د خپل ضمیر، ایمان او هېواد پلورلو په بدل کې یې هر یوۀ مستقیماً له صلیبیانو په میلیونونو ډالر تر لاسه کړل او تر څنګ یې د کابل ادارې په امکاناتو کې هم په هیڅ قسم غلاؤ، چور، چپاول، اختلاس او فساد درېغه و نه کړه او هر یو یې ښه سم وپړسېد.
په دې توګه نو ټول پخواني جنګسالاران او داړه ماران میلیونران شول، ږیرې یې وخریلې، خړ پکولونه یې وغورځول او پر ځای دې پر څو زره ډالره نیکټایي او پتلونونه وپېرودل. سیاف یې بیا له خپلې پګړۍ او لویې ږیرې سره د دیموکراسي پر اخور ور ګډ او د صلیبیانو نوکر شو. هسې خو دۀ هم ږیره خریلی او نیکټایي اچولی شوه، خو ښایي د بادارانو فرمایش به یې همدا ؤ، تر څو د صلیبیانو وحشي یرغل او بیا د کابل رژیم فساد او بې دیني د سیاف د لویې ږیرې لاندې پټ کړي او د سیاف، مجددي او څو نورو غدارانو په ږیرو او پګړیو دیموکراتیک او سیکولر رژیم ته اسلامي صبغه ورکړي.
خو لمر په دوو کوتو نه پټیږی، افغان متدین ملت د دوی کفر او بی دیني ونه شوه زغملی، د صلیبی یرغلګرو او د هغوی د غلامانو پر خلاف عمومي پاڅون او جهاد پیل شو او دا دی تر شل کاله سرښندنې او مبارزې وروسته یرغلګر هم تېښتې ته اړ شول او افغاني نوکران خو یې لا تر هغوی مخکې وتښتېدل.
نو خلاصه دا چې دغه څو تنه منفور او غدار اشخاص د افغان ملت منځ کې هیڅ ځای او ریښه نه لري، دوی خپل ضمیر او ایمان پلورلی. یوازې هغه وخت دلته اوسېدلای شي چې بهرني باداران یې ورسره وي، د دوی شتون له خپلو بادارانو پورې تړلی، که هغوی راتلل، دوی به ورسره وي، که بیرته تښتېدل دوی به ترې مخکې وي او که هغوی نه ؤ، دوی به هم نه وي.
خو د اوسني تش پر نوم مقاومت اعلان څخه څخه د دوی هدف دا دی چې تېرو شلو کلونو کې تر لاسه کړې خپلې شتمنۍ خوندي وساتي او ښایي دا هیله هم ولري چې که یو ځل بیا په واک کې لږ او ډېر ځای ولري. خو دا هیڅ امکان نه لري، ” تلك امانیهم…!”.
د دوی مقاومت یوازې له فیسبوکي اعلامیې پورې منحصر دی. افغان ولس به ولې د دوی په نارو او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره جګړه پیلوي؟ ایا دا ممکنه ده؟
البته له خارج څخه به حتماً د سورلنډیو په څېر نارې سورې راوهي، خو د زمریو ځالې ته راتللی نه شي، نو د نظامي مقاومت خبره خو یې هسې خیال است و محال است و جنون!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: