زموږ هیلې او ننګونې!

لیکوال: محمد عیسی نبیل

موږ تېره څلویښت کلنه قرباني یواځي ددې لپاره ورکړه چې یو داسې نظام جوړ کړو چې هغه په ملي او نړیواله سطحه د دقیقو او حساب شوو اعمالو د مجموعې درلودنکی، د امت د زړونو اواز، ددې ملت د واقعي شخصیتونو د ارزوګانو، عقایدو او ارزښتونو نماینده وي.

ملت سره متحد کړي او د یوې داسې مفکورې لپاره کار وکړي چې هر وګړی د خپلواکۍ او نبوي اخلاقو احساس وکړي.

د دې لپاره په لکونو شهیدان، کونډې، یتیمان، تندې، لوږې، په یخو شپو او بارانونو کې په غرونو او بیابان شپې او ورځې تېرېدل او تر دې لا هم سخت امتحانونه موږ ورکړل.

موږ جګړه وګټله، اراضي مو بیرته ونیوله له اشغال څخه خلاص شو.

خو!
لاهم تر منزل پورې مزل پاتې دی، موږ صرف د کامیابۍ پر اوله زينه پښه کېښوده تر اوسه پورې زموږ هغه هیلې (چې قربانۍ مو پرې ورکړي) نه دي پوره شوي.

اکثرو فکر خو دا و چې له کابل نیولو سره به اسلامي نظام هم پوره حاکم وي او هیڅ د تردید څوک به نشي پیدا.

خو نه، داسې نه ده! اسلامي تمدن جوړول او نافذول شل کاله نوره قرباني غواړي ستړې، لوږې، تندې او نور تکلیفونه به ګالو او بیا یو داسې نظام جوړيږي چې زموږ هیلې او ارمان راپوره کړي.

ځکه د یو سوچه اسلامي نظام په جوړولو کې موږ په داخل او خارج دواړو کې لویې ستونزې او مصلحتونه لرو.

دلته په داخل کې موږ داسې افکارو خاوندان لرو چې له اسلامي نظام څخه کرکه او نفرت لري او ځانته د هر ډول بد اخلاقیو ازادي غواړي او په دې که هغه بهرني قوتونه پوره همکاري او همغږي دي چې له دې نظام څخه په وېره کې دي.

ددې اساسي علت دا دی چې هغه تعلیمي انقلاب چې د استعمار په وخت کې راغلی ډېر ځوانان او شاګردان یې له اسلامي مفکورې څخه لرې کړي دي.

هغوی د اسلام احکامو او اصولو ته اوس هم د متعصبې غربي نړۍ په تورو عینکو کې ګوري، دوی اسلامي نظام بیخي له کاره لوېدلی بولي او په هر څه کې د غرب له قانون متأثره دي.

همدغه خلګ په هېواد کې له نالوستو یا دیني اقشارو د احساساتو سره تل په جګړه بوخت دي چې
د دې فکر اصلاح زموږ لپاره یوه عظیمه ننګونه ده او تر بل هر څه دقیق پلان ته ضرورت لري.

خو زموږ په اند تر ټولو مؤثره لاره داده چې اسلامي تعلیمات په پراخ او جالب انداز سره نشر شي خلګ په فکري ډول ښه وروزل شي او د ژوندانه په ټولو برخو کې داسې یو قیادت را پورته شي چې د رښتیني افغانانو د احساساتو او جذباتو نمایندګي وکړای شي.

خو په دې هم پوهیږو چې په موږ کې د فکري رغونې مفکرين او متخصیصن هم په اوړو کې د مالګې په اندازه دي نو باید لومړی د ښو مستعدو کسانو روزنتون جوړ شي او وروسته هغه په کارو وګمارل شي او داسې د استعداد خاوندان موږ بېشمېره لرو چې هغوی د کلونو مزل په میاشتو کې وهي.

که پدې لار کې لږ هم ناغیړي وشي نو دا هغه د ناسور دانې دي چې ورځ تر بلې په موږ کې حلول کوي ترڅو لاعلاج شي او زموږ پر ټولو ارمانونو به خاورې راواړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button