رښتينی اقتصادي پرمختګ صبر او همت غواړي!

سليمان سعيد «غلجی»
د يو هېواد او ملت د اقتصادي پرمختګ لپاره لومړی شرط خپلواکي ده، غلام هېوادونه هيڅکله اقتصادي پرمختګ نه شي کولای. او د خپلواکي تر لاسه کولو لپاره همت، صبر، پر ځان باور او ملي اتحاد ته اړتيا ده.
اوس چې موږ د الله تعالی په فضل له صليبيانو ځمکنۍ ازادي تر لاسه کړه، ټول وتښتېدل، تپلی رژيم يې هم نسکور او بيرته د همدې خاورې رښتيني بچيان پر هېواد واکمن شول، اوس نو خورا زيات کار، همت او صبر ته اړتيا ده. صليبيانو په نظامي برخه کې ماته وخوړه، اوس اقتصادي او تبليغاتي جګړه پيل شوه، نو لکه څرنګه مو چې د نظامي جګړې پر مهال قربانۍ ورکړې او هر ډول تکليفونه مو وګالل، همدغه شان اوس هم صبر، زغم، کار او همت ته ضرورت دی.
امريکايانو زموږ ملي شتمني او سرمايه کنګل کړه، اقتصادي او تجارتي بنديزونه يې راباندې ولګول او تر اوسه مو هيڅ هېواد په رسميت نه پېژني. همدغه اقتصادي جګړه ده، دوی هڅه کوي تر څو له دغې لارې خپل کفر او بې ديني پر موږ تحميل کړي. اوس نو دا زموږ ايمان پورې اړه لري، چې د اسلامي نظام لپاره صبر او زغم کوو او که (نعوذ بالله) کفر ته غاړه ږدو؟!
البته داسې هم نه ده چې که اسلامي نظام غواړو، نو تل تر تله به همداسې وږي، بې روزګاره او اقتصادي ناورين سره مخ يو، بلکې دغه اقتصادي جګړه هم صبر او همت غواړي، کولای شو دغه له دغه ډګر څخه هم بريالي ووځو. ان شاء الله…!
مثلاً که موږ سږ کال له هر ډول سبزيو تېر شو او ټولو آبي او للمي ځمکو کې پرېمانه غنم وکرو، نو همدا زموږ د اقتصادي خپلواکي او پرمختګ پيل دی. د انسانانو لومړنی ضرورت اوبه او غنم دي، کله چې په خېټه ماړه يو او غنم مو خپل وي، بيا نو په حکمت او تدبير سره د هر ډول بنديزونو مقابله کولای شو.
پښتو متل دی چې: (جنګ په وسله کيږي او ننګ په غله کيږي!)
هغه خلک چې د هېوادونو د پرمختګ او اقتصاد په اړه معلومات ولري، حتماً پوهيږي چې د تېرو شلو کلونو په نسبت، موږ اوس دغو دوو مياشتو کې د رښتيني اقتصادي پرمختګ پر لور مهم ګامونه اخيستي.
تېر شل کلن دور کې زموږ اقتصاد کاملاً کاذب او جعلي ؤ. در ګرده پردۍ مرستې راروانې وې او په پرديو مرستو کور نه چليږي. موږ داسې مثال درلود لکه يو غریب او مسکين چې غرمنۍ کې د چا ميلمه وي او ښې پرېمانه غوښې او پلاونه وخوري، خو ماښام کور کې وږی ناست وي.
د رښتيني او بنسټيز اقتصادي پرمختګ لپاره بايد دومره زيات صبر او همت وکړو، چې هيڅوک مو د نا چيزه اقتصادي مرستو په بدل کې خپلواکي را نيمګړې او داغ داره نه کړي. په خپلو مټو بايد ژوند وکړو. د انګور په څېر پر بل چا د تکيې پر ځای، بايد د چنار په څېر مستقيم او ثابت واوسو او د نورو لاس نيوی وکړو.
اولين کار مو بايد دا وي چې خپله غله له خپله هېواده پوره کړو، دغه چاره کې نظام او ټول ولس بايد کوښښ وکړي. همداراز نظام بايد هڅه وکړي چې د خپلو توکو د صادراتو لپاره اوږدمهالې، مناسبې او ګټورې لارې برابرې کړي، د سيمې هېوادونه دې د اقتصادي مشترکاتو پر اساس د ځان ملګري کړي، د ډاډمن امنيت په درلودلو سره دې نورو هېوادونو ته ترانزيټي لارې ورکړي، په دې توګه به هم نغدي ګټه تر لاسه کړو او هم به د افغانستان د امنيت او پرمختګ په قضيه کې نور هېوادونه دخيل کړو، بيا به نو تر ډېره حده د منزوي کېدو له ګواښ څخه محفوظ يو او اړوند هېوادونه به مجبور وي چې د خپلو ګټو له امله موږ سره وپالي. دغه راز د ابادي په برخه کې د بندونو جوړولو ته بايد اوليت ورکړل شي، تر څو له يوه طرفه خپله بريښنا ولرو او له بلې خوا مو شاړې ځمکې او ډاګونه خړوب او زراعت ته برابر شي. د دې تر څنګ د اقتصادي پرمختګ لپاره د معادنو اخراج ته هم بايد توجه وشي.
لنډه دا چې الله تعالی پر افغانستان ډېرې زياتې پيرزوينې کړې دي، همداراز امنيت يو بل داسې لوی انعام دی چې هر ډول پرمختګ ور پورې تړلی دی او الحمدلله موږ مثالي امنيت لرو. نو اوس له دغو نعمتونو او فرصتونو ګټه اخيستل او مديريت کول موږ پورې اړه لري.
د پياوړي او پرمختللي افغانستان هيله!
يا ربه توفيق…!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: