لنډه کیسه: د هر چا مشوره له خپلې زاویې وي

ګیدړ د سیند په بله غاړه ولاړ و، اوښ نه یې پوښتنه وکړه چې دا سیند څومره ژور دی؟
هغه وویل: تر زنګونونو پورې.
ګیدړ سیند ته ټوپ کړې، د ټوپ سره اوبو ډوب کړ، هڅه یې وکړه چې سر راوباسي، له ډېر مشقت او هلو ځلو وروسته یې وکولی شول چې په سیند کې په ډبره ودریږي، کله چې یې ساه واخیسته، په اوښ یې چېغه کړه:
د منافق بچیه تا خو ویل چې اوبه تر زنګنو ژورې دي!
هغه وویل: هو خو زما تر زنګونونو پورې.

عبرت:
کله چې هم له چا نه مشوره اخلي، هغه درته یوازې د هغه تجربو په اړه غږیږي چې ده ته یې ګټه رسولې ده، یوازې د ده لپاره مناسبې دي،
ستا لپاره مناسبې نه دي.
نو د نورو ځانګړې تجربې د خپلې حل لارې لپاره مه اخله چې غرق به دې کړي.

شرر ساپی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button