که ایلن ماسک مسلمان وای، فقیرانو ته یې څه ګټه رسېده؟

په تصویر کې ښکارېدونکی تن ایلن ماسک دی چې د نړۍ تر ټولو شتمن انسان!
د خوړو نړۍ وال سازمان مشر وايي: «که ایلن ماسک یوازې خپله 2% سرمایه موږ ته راکړي؛ په نړۍ کې به فقر ورک کړو»

ل.ل:
که ایلان ماسک مسلمان وای؛ مجبور و چې خپله 2.5% سرمایه د زکات په نامه فقراوو ته ورکړي. همدا شرعي اصل دی او جبري کار دی.
آیا سالم عقل به ووایي، چې اسلام د فقر د مهارولو له پاره برنامه نه لري؟
البته دا چې په 57 اسلامي هېوادونو کې په خپله مسلمانان څومره د اسلام دغه مهم رکن (زکات) ته ژمن دي؛ دا جلا بحث دی.

باید وویل شي چې د ټیسلا شرکت مشر ایلن ماسک اوس د ۲۹۲ میلیارده ډالره سرمایې په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی او سرمایه یې د هرې ورځې په تېرېدو سره پورته روانه ده.

تمیم تکل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button