سیګار: امریکا په هغه پوځ ۸۹ میلیارده ډالر ولګول چې اوس وجود نلري

عزم (شنبه، ۸لړم، ۱۴۰۰): الجزیزه انګلیسي د افغانستان د بېا رغونې له پاره د ځانګړي څارونکي (سیګار) وروستیو شمېرو ته پام اړولی دی.
ورځپاڼې په یو اوږد راپور کې د سیګار له قوله ویلي، چې امریکا د افغانستان په ۲۰ کلنې اوږدې جګړې ۱۴۶ میلیارده ډالر ولګول؛ خو لا هم پوښتنه دا ده چې ایا دوی کامیاب شول؟
راپور زیاته کړې: د دغو مرستو زیاته برخه یې د افغان ځواکونو په جوړولو ولګول شوه؛ خو له ۸۹ میلیارده ډالرو لګولو وروسته هم یاد پوخ په خپلو پښو و نه درېده او اوس هغه افغان پوځ وجود نلري، چې امریکا پرې دومره ستره پانګونه وکړه.
سیګار څرګنده کړې: «امریکا ۸۹ میلیارده ډالر د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنې او ملاتړ (چې نور وجود نه لري) ولګول».
په ورته وخت کې وال سټریټ ژورنال بیا لیکلي: امریکا د یو داسې حکومت په مضبوطولو لګیا وه، چې ان لوړ پوړي چارواکي یې هم په سقوط باوري شوي وو.
راپور وړاندې لیکلي: «کله چې طالبانو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک شو، نو د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح داسې فکر کاوه چې حکومت یې ښايي په اکتوبر میاشت کې سقوط شي؛ خو د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر بیا ویل چې تر یوازې تر سپتمبر دوام کولی شي».

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button