په اندونیزیا کې ۷۰۰ کاله پخوانۍ د سرو زرو جزیره وموندل شوه

 عزم (چهارشنبه، ۱۲ لړم ۱۴۰۰): په اندونیزیا کې کب نیونکو دعوه کړې چې ۷ پېړۍ وړاندې ورکه شوې جزیزه چې د «سرو زرو» په جزیرې مشهوره وه، بېرته یې موندلې ده.
یاده جزیره «سماټرا» نومول شوې ده.
د اندونیزیا دولتي رسنۍ لیکي: ماهي ګیرو «کب نیوونکو» له تېرو ۵ کلونو راهیسې د یادې جزیرې د موندلو هڅې پیل کړې وې.
د راپورونو پر اساس: له ۵ کلنو هڅو وروسته وړمه شپه د اندونیزیا په پیلیم بینګ ښار کې د «موسی په سیند» کې د لامبو وهلو پر مهال کب نیوونکو د «سرو زرو» جزیره بیا وموندله.
ویل شوي چې په یاده ۷۰۰ کاله پخوانۍ جزیره کې د سرو زرو او قیمتي ډبرو زیاتې نمونې، ګوتمۍ، سیکې، د سینګار وسایل او د ۸ مې پېړۍ د بودا یوه زرینه مجسمه موندل شوي دي.
ویل شوی چې د خزانې تاریخ په اندونیزیا کې د «سری ویجایا» تر واکمنۍ رسیږي، چې د سلطنت کلونه یې د ۷مې او ۱۳مې پېړۍ ترمنځ اټکل شوي دي.
اندونیزیايي چارواکي وایي: موندل شوې خزانه یې د ملي موزیم په اثارو کې ثبت کړې او ژر به په رسمي توګه د سرو زرو په جزیره کې موندنې پیل کړې.
تر اوسه معلومه نه ده چې یاده جزیزه کله تر اوبو لاندې شوې ده.
خو تاریخي سندونه ښيي چې د سرو زرو جزیره ځکه په دغه نوم مشهوره ده چې هلته زیات سره زر موجود و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button