حدیث شریف: د بدو پر وړاندې ښه کول

 

‏رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یوه سړي وویل: یا رسول الله! زما خپلوان دي، زه دوستي ورسره پالم، دوی دوستي راپرې کوي، زه ښه ورسره کوم، دوی بد راسره کوی، زه یې بدې خبرې زغمم او دوی سپکې خبرې او ښکنځل راته کوي. رسول الله ورته وفرمایل: که خبره همداسې وي لکه ته چې وایې؛‏ نو ګواکې ته د دوی خولو کې سرې شګې ور اچوې (ته به د هغوی په مقابل کې بریالی یې) او ته چې تر څو په دا ډول چلند ولاړ یې؛ همیشه به د الله له لورې مرسته در سره وي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَجُلًا قَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ لِي قَرَابَةً أَصِلُهُمْ وَيَقْطَعُونِي،‏ وَأُحْسِنُ إِلَيْهِمْ وَيُسِيئُونَ إِلَيَّ، وَأَحْلُمُ عَنْهُمْ وَيَجْهَلُونَ عَلَيَّ. فَقَالَ : ” لَئِنْ كُنْتَ كَمَا قُلْتَ فَكَأَنَّمَا تُسِفُّهُمُ الْمَلَّ ، وَلَا يَزَالُ مَعَكَ مِنَ اللَّهِ ظَهِيرٌ عَلَيْهِمْ مَا دُمْتَ عَلَى ذَلِكَ.
رواه مسلم.

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button