د شیدا په بیت کې د سوسن پېژندنه

“د سوسن ژبه حیرت کړه سرمه سایه
چې شیدا په دا بهار کښې سخن ګویی شه”
کاظم خان شیدا

وضاحت:
سوسن د سپین رنګ یو ګل دی.
ګلان په بهار (پسرلي) کښې غوړیږي او خپلې پاڼې خوروي.
د سوسن ګل پاڼې د ژبې غوندې شکل لري ځکه دغه ګل سره دا روایت تړلی دی چې د سوسن ګل خبرې کوي.
بل خوا د سوسن ګل د سپینو پاڼو په منځ کښې د تور رنګ یو پشم هم وي؛ لکه د رنجو د رنګ تور.
بل روایت دا دی چې رانجه د چا تر حلقه تیر شي نو اواز یی ټپ (بند) شي او خبرې نه شي کولی.
اوس د شیدا شعر ته راځو.
شیدا وایي، چې: سوسن که هر څو خبر لوڅی دی او په دې بهار کې یې خپلې د ژبې غوندې پاڼې هم را وسپړلې، خوشبو یی خپره کړه او ګویا خبرې یی شروع کړې خو چې شیدا د شاعرۍ او سخن ګویۍ په دې بهار کې خله پرانسته نو شاعري یی شروع کړه او خبر لوڅی سوسن یې هم حیران پاتې کړ، چې بېا یې له حیرت نه اواز داسې بند شو لکه چې رانجه یی له حلقه تیر شوي وي.
هغه د تور رنګ پشم چې د سوسن د ژبه ورو پاڼو ترمنځه د سوسن خوله کې پروت و، هغه یې له ستوني تیر شو.
“سوسن سرمه سا شو” اواز یی ټپ شو، ځکه چې په دې بهار کې اوس شیدا سخن ګویی شو.
غور وکړﺉ!
د سوسن د خبر لوڅۍ روایت له رنجو سره د اواز ټپ کیدلو روایت.
د سوسن په خوله کې د تور رنګ د پشم او د انسان په خوله د تور رنګ د رنجو تر حلقه رسیدلو سره د خبرو بندیدلو روایت.
په بهار کې د سوسن د ګل پاڼې غوړیدل او د سخن ګویۍ په بهار کې د شیدا په خپل سخن خوله پرانستل.
دا څومره نسبتونه دي او شیدا یې په دوو مسرو کې څومره ښکلی جوړښت کړی، چې په دغه انداز شیدا د خپل هنر ستاینه کول غواړي او د شاعرانه تعلۍ بیخي نادر مثال زمونږ مخې ته راوړي.
نو رښتیا هم چې شیدا سخن ګويی تر څو وي نو د نور چا څه مجال چې خوله پرانیزي.

لیکنه: حنیف خلیل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button