طنز: له نړۍ نه نا خبره سک ملګري

پرنام سنګ او ګورنام سنګ دوه سک وروڼه وو، چې له دوو نورو ملګرو سره یوځای یې په کلي کې زمکه وپلورله او ښار ته د هوټل جوړولو په نېت لاړل.
دوی د ښار په ګڼې ګوڼې کې یو ستر او عالیشان هوټل جوړ کړ، خو د یوې میاشتې په تېرېدلو سره هیڅوک هم هوټل ته رانغلل.
ولې؟
ځکه چې دوی له کلي نه خپل ۴ غپېدونکي سپي هم راوستي وو، چې د هوټل په دروازه کې یې تړلي وو.
څلورو واړو هوټل خرڅ کړ، فیصله یې وکړه چې یو مستري خانه (ګراج) به جوړوي او موټرې به رغوي. یوه میاشت تېره شوه؛ خو څوک هم د موټر جوړولو او پنچري نیولو له پاره ورنغلل.
ولې؟
ځکه چې دوی دوکان په دریم چت کې جوړ کړی و.
د سوړ بازار له امله یې دا ځل مستري توب هم پرېښوده او یوه ټیکسي یې واخیسته. پوره یوه میاشت یې د ښار په هر سړک موټر ودراوه؛ خو څوک هم موټر ته ورپورته نشو او د دوی ټیکسې و نه چلېدله.
ولې؟
ځکه چې هر ځای به موټر درېده؛ نو همدوی ۴ واړه به پکې سپاره و او سوارلۍ ته پکې هیڅ ځای نه و.
سک یارانو له ډېرې غوسې نه فیصله وکړه چې ټيکسي به سمندر کې غرقوي او ځان به ترې خلاصوي. ټیکسي یې د سمندر غاړې ته بوتله؛ خو نه غرقېدله.
ولې؟
ځکه چې د سمندر په غاړه، څلورو واړو د ټيکسي یوه، یوه خوا نیولې وه او مقابل زور یې واهه، چې له امله یې ټيکسي بیخي له ځایه نه ښورېده.

ژباړه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: