د عمر رضي الله عنه صراحت


‏یوه سړی عمر رضي الله عنه ته د ورننولو اجازه وغوښتله، هغه وویل: د غوره پلرونو زوی ته اجازه ورکړئ، کله چې ورغی عمر ورته وویل: ته څوک یې؟ هغه وویل: زه فلان، د فلان زوی … همداسې یې د جاهلیت د زمانې نیکونو نومونه اخیستل، عمر ورته وویل: ته یوسف بن یعقوب بن اسحاق یې؟ ‏هغه ول نه، عمر ورته کړه: هغه (یوسف علیه السلام) د غوره پلرونو زوی و، ته د شریرو پلرونو زوی او جهنمیان راته شمېرې. المستدرك للحاكم (٣٣٦٤)

الله دې له عمره راضي شي، له کیسې ښکاري دې سړي به د جاهلیت زمانې په نیکونو ویاړل، نو ده یې پخپل صراحت او قاطعیت سره دا غلط فکر ورسم کړ.

استاذ حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button