د نږدې شلو ولایاتو لپاره نوي والیان او امنیې قوماندانان وټاکل شول

عزم : ۱۴۰۰ لړم ۱۶

پر افغانستان د اسلامي امارت تر بشپړ حاکمیت وروسته ،نن په لومړي ځل د هیواد لوی شمیر ولایتونو ته والیان، د هغوی مرستیالان او د امنیې قوماندانان وټاکل شول .
له دې ډلې شلو ولایتونو ته هغه کسان د والیانو په توګه ټاکل شوي ،چې د نظامي وړتیا ترڅنګ په ملکي او ولسي چارو کې هم پوره بلدتیا لري.
دغه راز د امنیې قوماندانانو له ډلې هغه کسان راوستل شوي ،چې تیر کې یې د اسلامي امارت پوځي لیکې په ښه بڼه سوق او مدیریت کړې وې .
د اسلامي امارت ویاند په یوه تفصیلي اعلامیه کې د نویو ټاکل شویو کسانو لړلیک په دې توګه خپور کړی دی .

په ولایتونو کې د یو لړ ټاکنو په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین  حفظه الله فرمان

د ولایتي چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لزوم دید له مخې  په یو شمیر ولایتونو کې  لاندې ټاکنې ترسره شوې.

۱ ــ  محترم عبدالغني  د بدخشان ولایت د والي په توګه

۲ ـــ محترم  محمد علي جان د پکتیا ولایت د والي په توګه

۳ ــ محترم قاري  بریال د کابل ولایت د والي  په توګه

۴ــ محترم  مفتي محمد ادریس د کابل ولایت د  مرستیال والي په توګه

۵ ـــ محترم ولي جان حمزه د کابل ولایت د امنیه قومندان په توګه

۶ ــ محترم  نثار احمد د کندز ولایت د والي په توګه

۷ ــ محترم حبیب الرحمان صهیب د کندز ولایت د مرستیال والي په توګه

۸ــ محترم  عزیز الله د کندز ولایت د امنیه قومندان  په توګه

۹ــ محترم قاري بختیار د بغلان ولایت د والي په توګه

۱۰ــ محترم  محمد ادریس د بغلان ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۱ــ محترم صفی الله  د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۲ ــ محترم حاجي  مالي خان د لوګر ولایت د والي په توګه

۱۳ ــ محترم انعام الله د لوګر ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۴ ــ محترم  محمد الدین شاه مخبط د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۵ ــ محترم عبدالله مختار د پکتیکا ولایت د والي په توګه

۱۶ ـــ محترم  عبدالله  سرحدي د بامیان ولایت د والي په توګه

۱۷ ــ محترم  سعید احمد د لغمان ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۸ ـــ محترم نورا لهدی د بلخ ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۹ــ محترم مطیع الله د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه

۲۰ ـــ محترم حبیب الله شاکر د تخار ولایت د امنیه قومندان په توګه

۲۱ ـــ محترم حاجي دعوت  د اروزګان ولایت د والي په توګه

۲۲ ــ محترم روحانی صاحب د فراه ولایت د والي په توګه

۲۳ ـــ محترم جهادیار صاحب د فراه ولایت د مرستیال والي په توګه

۲۴ ــ محترم حاجي صاحب معصوم د فراه ولایت د امنیه وقومندان په توګه

۲۵ ــ محترم عبدالرحمان اکا د سرپل ولایت د والي په توګه

۲۶ ـــ محترم محمد نادر د سرپل ولایت د مرستیال والي په توګه

۲۷ ـــ محترم  شعیب د جوزجان ولایت د والي په توګه

۲۸ ـــ محترم عبدالمنان محمود د جوزجان ولایت د مرستیال والي په توګه

۲۹ـــ محترم قاري صاحب پهلوان د فاریاب ولایت د والي په توګه

۳۰ـــ محترم حذیفه صاحب د فاریاب ولایت د امنیه قومندان په توګه

۳۱ـــ محترم  لبیب  صاحب د غور ولایت د امنیه قومندان په توګه

۳۲ ـــ محترم  محمد امین جان کوچي د میدان وردګو ولایت د والي په توګه

۳۳ ـــ محترم  شیراحمد د میدان وردګو ولایت د مرستیال والي په توګه

۳۴ ـــ محترم بسم الله (عبدالله)  د زابل ولایت د والي په توګه

۳۵ ـــ محترم عبدالخالق عابد د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه

۳۶ ــ محترم  عبدالمنان د سمنګان ولایت د مرستیال والي په توګه

۳۷ ــ محترم نجیب الله رفیع  د نیمروز ولایت د والي په توګه

۳۸ ـــ محترم اسحاق اخندزاده صاحب د غزني ولایت د والي په توګه

۳۹ـــ محترم  سیدحنیف (عباده اغا) د غزني ولایت د مرستیال والي په توګه

۴۰ــ محترم  عبدالله د کنړ ولایت د مرستیال والي په توګه

۴۱ ـــ محترم عبدالحق حقاني د کنړ ولایت  د امنیه قومندان په توګه

۴۲ ـــ محترم حاجي صاحب  راشد د دایکندي ولایت د مرستیال والي په توګه

۴۳ ـــ محترم سلیمان اغا صاحب د شینډنډ د ۵ ولسوالیو د مسئول په توګه

له  الله تعالی څخه ټولو ټاکل شویو مسئولینو ته په خپلو دندو کې د توفیق غوښتنه کوو.

 ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲/۴/۱۴۴۳هـ ق
۱۶/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/7م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button