تبليغ کې د حکمت او شفقت رعايت

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ریان

خت او هر ځای حکمت او دانايي ته ضرورت لري، خو کله چې څوک د شک او شبهې بيماري لري، د هغه علاج ډير مشکل او حساس وي، په داسې وخت کې د حق داعي ته لازمه ده چې زيات صبر او تحمل، پر مخاطب شفقت، حکمت او پوهه او زړونو ته د خبرې کوزولو ولوله او شوق ولري.
نن مې يو حديث ولوست، له دې حديث څخه معلوميږي چې نبي عليه السلام په څه ډول د شک او شبهاتو د مريضانو علاج کاوه.
ابو امامه رضی الله عنه روايت کوي چې يو قريشي ځوان نبي عليه السلام ته راغی او ناولده غوښتنه يې وکړه، ويې ويل: يا رسول الله! د زنا کولو اجازه راکړه.
فکر وکړئ چې دا د نفرت وړ غوښتنه له چا څخه کيږي؟ له هغه مقدس ذات څخه چې د تقدس په وړاندې يې ملکې هم هيڅ دي او غوښتنه هم د کومې کمکۍ ګناه نه، بلکې د زنا د اجازې غوښتنه! هغه ګناه چې يو دروند او عزتمند انسان يې په ژبه يادولو باندې شرميږي. که د نبي عليه السلام پر ځای بل څوک وای، ممکن د دې ګستاخي له امله به يې ځوان په کشولو ايستلی وای.
د مجلس ګډونوالو د ځوان په رټلو پيل وکړ، خو د الله تعالی نبي صلی الله عليه وسلم پوه شو چې ځوان د ضد او عناد مريض نه دی، بلکې د شک او شبهې بيماري لري، چې د غوسې او نفرت پر ځای د رحم او شفقت متسحق دی. نبي عليه السلام صحابه کرام د ځوان له رټلو منع کړل او ځوان ته يې وفرمايل: رانژدې شه! کله چې ځوان ورته نژدې شو، نبي عليه السلام ورته وفرمايل:
– دا عمل د خپلې مور لپاره خوښوې؟
ځوان ځواب ورکړ: نه، له تا دې ځار شم، په خدای که يې خوښوم.
– نو نور خلک هم دا عمل د خپلو مورانو لپاره نه خوښوي.
بيا يې ترې وپوښتل: ښه، د خپلې لور لپاره دا عمل خوښوې؟
– نه يا رسول الله! په خدای قسم نه يې خوښوم.
– نو خلک يې هم د خپلو لورانو لپاره نه خوښوي.
ځوان يې بيا وپوښت: د خور لپاره يې خوښوې؟
– نه يا رسول الله! زه دې تر تا قربان شم، والله که يې خوښوم.
نبي عليه السلام وفرمايل: نو نور خلک يې هم د خپلو خورانو لپاره نه خوښوي.
بيا يې وپوښتل: د خپلې عمه لپاره يې خوښوې؟
– نه، يا رسول الله! خدای مې دې له تا قربان کړي، قسم دی که مې ورته خوښ وي.
– نو بل څوک هم دا عمل د خپلې عمه لپاره نه خوښوي.
– د خپلې خاله لپاره يې خوښوې؟
– نه، يا رسول الله! تر تا قربان شم، والله که يې خوښوم.
– نو نور څوک يې هم د خپلې خاله لپاره نه خوښوي.
دا يې ورته وويل او بيا يې د ځوان پر سر د شفقت لاس کېښود او ويې فرمايل: يا الله! ګناهونه يې معاف کړه، زړه يې پاک کړه او عفت يې نصيب کړه.
ابو امامه رضی الله عنه فرمايي چې له دې وروسته له ځوان څخه په هغه اندازه پاک دامن انسان جوړ شو چې هيڅ التفات يې نه کاوه.
امام هيثمي رحمه الله فرمايي چې د دې حديث سند صحيح دی.
(رواه احمد والطبرانی، مجمع الزوائد، باب فی ادب العالم ج: ۱ ص: ۱۲۹، دارالکتاب، بيروت ۱۹۶۷م)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button