فلسطیني وګړي یوه پېړۍ پخوانی امانت ترکیې ته وسپاره

یوې فلسطینۍ کورنۍ ۱۵۲ ترکۍ پیسې (liras) چې د خپل وخت ۳۰ زرو امریکايي ډالرو معادل وې، ترکي حکومت ته وسپارلې. دا پیسې سل کاله وړاندې د عثماني امپراتورۍ یوه ترک سرتیري ورسره د امانت په ډول ایښې وې.
سرتیري دغه کورنۍ ته ویلي و چې پیسې به ورته خوندي ساتي او چې دی له جګړې روغ ووځي بیرته به یې ترلاسه کوي.
د کورنۍ یوه غړي د ترکیې کونسل ته ویلي کاکا یې دا امانت ور پریښی او نه پوهیږي چې هغه عسکر به ژوندی وی که نه، نو ځکه یې حکومت ته سپاري .
دا نو د انسانانو ترمنځ بیخي د لوړ ارزښت یوه بیلګه ده، د ترک سرتیري باور او د فلسطینۍ کورنۍ امانت او صداقت.

سرچینه: TRT

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button