طنز: معاش (تنخوا)

یو مامور چې څنګه له بانک نه تنخوا واخیسته، نو فکر یې وکړ، چې کم له کمه باید ویې شماري.
کله یې چې پیسې وشمېرلې، نو ۱۰۰۰ روپۍ پکې زیاتې وې.
ژر بانک ته لاړ او اړوند مسؤل ته یې وویل: ښايي تاسې غلط شوي یئ؟
بانکدار وویل: ولې او څنګه؟
مامور ځواب ورکړ: وړاندې مو ټولې ۱۰۰۰۰ روپۍ راکولې؛ خو اوس ۱۱ زره دي؟! ما ته پکې ۱۰۰۰ روپۍ اضافه ښکاري.
بانکدار په موسکا ځواب ورکړ: ښاغلیه! ستاسې په تنخوا کې ۱۰۰۰ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
مامور تندي ته لاس یوړ او له ځانه سره یې وویل: عجیبه ده چې مېرمن مې زه بیخي نه یم خبر کړی او دا څو میاشتې چې ما له شمېرلو پرته پیسې ور وړلې؛ نو بېا یې هم شکایت کاوه، چې په دې معاش مو ګوزاره نه کیږي.

ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button