د نړۍ ښکلی ښار پاریس Paris وپېژنئ!

د فرانسې ښار او مرکز ده. د فرانسې د شمال په مرکز کې واقع ده. په دې سیمه کې له زېږېدیز کال څخه ۷۶۰۰ کاله وړاندې د سي اېن سیند (Seine River) په اوږدو کې خلک اوسېدل. پاریس د (Île de la Cité) په مزکزي برخه کې ده او یاده سیمه په کرنې غني سیمه ګڼل کیږي. د فرانسې د کلتور او سوداګرۍ مرکز ګڼل کیږي. ښار یې په ۴۱ مایل مربع (۱۰۵ کیلو مترمربع) کې ده او ټوله ښاري سیمه یا د پاریس اړوند سیمه ۸۹۰ مایل مربع (۲۳۰۰ کیلو متر مربع) ده. په ۲۰۱۲ کال کې یې نفوس ۲۲۶۵۸۸۶ وو.

د پېړیو لپاره پاریس د نړۍ اړین او زړه راښکونکی ښار وو. یاد ښار د سوداګرۍ، زده کړو، کلتور او سرګرمۍ لپاره د نړۍ خلکو ته ښه فرصتونه وړاندې کړي او له همدې امله یې خلک ساینه او قدرداني کوي. له دې پرته د پخلي هنر، د ښځو لپاره د کالیو د طرحې هنر، رنګ، ادبیات او فکري ټولنه یې په ټوله نړۍ کې نوم لري. دې ښار ته د رڼا ښار لقب د روښان فکرۍ په وخت کې ورکړل شوی. دا نوم یې تر اوسه یو مناسب نوم ګڼل کیږي ځکه چې پاریس تر اوسمهال پورې فکري او د زده کړو مرکز ګڼل کیږي.

د پاریس اوبه او وچه دواړه یوازې د فرانسې لپاره څلور لارې ندي بلکې د اروپا لپاره هم اړینه لار ده او د تاریخ په اوږدو کې یې د اروپا پر ودې او پراختیا کې اړین رول لرلی. کله چې روم په دې سیمه واک لره نو له زېږېدیز کال څخه یوه پېړۍ وړاندې یې دا سیمه د پاریزي قوم (parisii tribe) په نامه خلکو مرکز وټاکه. فرانګي یا فرانک پاچا لمړي کلوویس (Clovis I) پاریس په ۴۹۴ کال کې ونیوه او وروسته یې خپل مرکز کړ. د (Hugh Capet) پر وخت چا چې د ۹۸۷–۹۹۶ کلونو ترمنځ په دې سیمه کې واک لره او د (Capetian dynasty) کورنۍ پر وخت پاریس سیاسي او کلتوري مرکز شو او په دې وخت کې عصري فرانسه هم رامنځته شوه. فرانسه تر ډېره وخته پورې یو مرکزي ځواک وو او پاریس یې د ټولو ولایتونو د فکري ټولنو مرکز وو. پخوا وخت کې د پاریس د سي اېن سیند (Seine) چپې څنډه کې د فکري ټولنې مرکز وو، د سیند ښي اړخ کې سوداګریز مرکز وو او د ښار په (Île de la Cité) برخه کې د مذهبي ډلو مرکز وو خو په وروستیو لسیزو کې دغه جوړښت له منځه ولاړ.

پاریس د (Île-de-France region) د سیمې په مرکز کې واقع ده او له یادې سیمې درې سیندونه (Seine, Oise, and Marne rivers) تېر شوي. د پاریس چار چاپېره خورا زیاتې د (beech and oak) ونې دي کومې چې د پاریس د سږو په نامه یادیږي. پاریس په درنده کچه صنعت لري او دا ونې د هوا په پاکوالي کې مرسته کوي. د سي اېن سیند له ژورې یې ژوروالی پېل او د ښار لوړو برخو یې پولې ټاکلي. په (Montmartre) کې له ۴۳۰ فټه (۱۳۰ متره) لوړوالي تر ۸۵ فټه (۲۶ متره) پورې په (Grenelle) کې لوړوالی لري.

د سي اېن سیند یې ۸ کیلو متره په مرکز کې بهیږي. په سوېل ختیځ کې ښار ته داخلیږي او د شمال غرب لور ته بهیږي. لسګونه زره هوارې ونې لري، کمې پکې د څېړۍ یا بلوط ونې هم شته. ډېرې ونې یې په پارکونو او د سرکونو څنډو کې دي. ډېر اوسني پارکونه یې پخوا د پاچایانو لپاره د قدم وهلو ځایونه وو. درېم ناپلیون کله چې په انګلستان کې اوسېده د انګلستان له پارکونو زیات اغیزمن شوی وو او وروسته یې دوه د انګلستان په څېر پارکونه پاریس کې جوړ کړل. یو پارک یې په لوېدیځ کې (Bois de Boulogne) ده او بل یې (Bois de Vincennes) په ختیځ کې ده. د ۲۰ پېړۍ په پای کې د جک شیراک (Jacques Chirac) پر وخت ښاروالۍ هڅې پیل کړې چې نوي پارکونه جوړ کړي او دا لړۍ تر اوسه په ۲۱ پېړۍ کې هم روانه ده. د (Promenade Plantée) په نامه پارک یې د اورګاډي د زړې پټلۍ تر څنګ جوړ کړی د کوم چې لمړۍ چارې په ۱۹۹۴ کې بشپړ شوې وې. ټول اوږدوالی یې تقریبا ۴.۵ کیلو متره ده چې له (Opéra Bastille) پیل تر (Bois de Vincennes) پورې غزېدلی.

د پاریس اقلیم
پاریس په هواره کې سمندر ته ډېر نږدې ده او د اروپا په غرب کې ده، نو له همدې امله د خلیج له جریان (Gulf Stream) څخه یې اقلیم اغیزمن کیږي او نرمه توده هوا لري. په هوا کې یې د پام وړ بدلون راځي په ځانګړې توګه په ژمي اوپسرلي کې ځکه چې دې فصلونو کې بادونه تېز او ساړه وي. د کلنۍ تودوخې منځنۍ کچه یې تقریبا ۱۲ °C ده. په جولای کې تودوخه تر ۱۹ °C پورې او په جنورۍ کې د منځنۍ کچې تودوخه تر ۳ °C پورې وي. هر کال یوه میاشت تودوخه له صفر څخه کمیږي او په دې میاشت کې تقریبا تر ۱۵ ورځو پورې واوره وریږي. د پاریس په ښار کې کافي هڅې شوي چې د هوا ککړتیا کمه شي او د غزېدلوپایپونو له لارې انتقالېدونکې اوبه د څکلو وړ شي.

د پاریس دیوالونه
د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو د (Île de la Cité) محفوظ کړي. د څو پېړیو په اوږدو کې دا دیوال څو ځلې ورغول شو. د سیند له پاسه چپ اړخ کې یې کوچنی پول (Petit Pont) جوړ کړی کوم چې دروازې لرلې او سرتیرو یې ساتنه کوله تر څو پاریس له برید څخه وژغوري. ښي اړخ کې یې د پول نوم (Pont au Change) ده او (Grand Châtelet) یې ساتنه کوله.

له ۱۱۸۰ کال څخه تر ۱۲۲۵ کال پورې دوېم فلیپ (Philip II) بل دیوال جوړ کړ، د ۱۳۶۷–۷۰ کلونو ترمنځ د پنځم چارلز (Charles V) لخوا د سیند په ښي اړخ کې دروازه پراخه شوه. د پنځم چارلز په چارو باندې په کال ۱۶۷۰ کې څوارلسم لویز (Louis XIV) کار وکړ. د ۱۸ پېړۍ په پای کې بل دیوال پیل شو کوم کې چې ۵۷ کورونه هم وو او یادو کورونو کې د مالیاتو مامورینو کار کوه او پاریس ته له داخلېدونکو بزګرو یې مالیات اخیستل. یاد کورنه اوس هم په (Place Denfert-Rochereau) کې شته.

تر ټولو وروستۍ دیوال د ۱۹ پېړۍ په منځ کې د (Adolphe Thiers) په نامه کس د لویز فلیپ پاچا (Louis-Philippe) لپاره جوړ کړ. یو پوځي دیوال وو کوم کې چې بهر خوا ته پوځي کلا ګانې هم جوړې شوې وې. دې دیوال له پاریس څخه بهر څو واړه کلي هم احاطه کړل چې له دې څخه نامتو کلي یې (Auteuil, Passy, Montmartre, La Villette, and Belleville) دي.

په ۱۸۷۰ کې کله چې د درېم ناپلیون دوېمه امپراتوري وپرزول شوه نو اقتصاد په ښه کېدو شو، په ورته وخت کې صنعتي انقلاب پیل شو کوم چې دندې زیاتې کړې، همداسې د ۱۸۵۲ – ۱۸۷۰ د اورګاډي پټلۍ جوړې شوې او دا ټول د دې لامل شو چې د ولایتونو زیات خلک پاریس ته راشي نو له همدې امله د ښار پلان جوړونکي (Baron Haussmann) دیوالونه ړنګ کړل او د دیوالونو پر ځای یې له پاریس څخه سرکونه تاو کړل. په اوس وخت کې پاریس د تاریخي اثارو او پارکونو ښار ګڼل کیږي

د ښار ټاپو د پاریس تاریخي زړه
Île de la Cité
د سي اېن سیند (Seine river) په منځ کې ده، د پاریس مرکز ګڼل کیږي، د کیشتۍ شکل لري. په اوږدو کې لس کوڅې یا لارې لري او په سور کې پنځه لارې لري. اته پلونه یې د سیند له غاړو سره وصل کوي او نهم پول یې (Île Saint-Louis) لور ته وتلی. ایل سنت لویز (Île Saint-Louis) ټاپو ده کوم چې د یادې ابادۍ سوېل ختیځ لور کې واقع ده او نهم پول یې همدې ټاپو سره نښتی. یو پول یې د نوي پول (Pont Neuf) په نامه یادیږي کوم چې د پاریس تر ټولو زوړ پول ده نور پلونه یې تر دې زاړه دي خو بیا رغول شوي مګر یاد پول تر اوسه په خپل حال پاتې ده. نوی پول (Pont Neuf) یې د ۱۵۷۸ – ۱۶۰۴ کلونو ترمنځ جوړ شوی. د دوه سوه کلونو لپاره یاد پول د پاریس ښار منځنی سرک وو.

په دې سیمه کې د څلورم هنري له برونز څخه جوړ شوی بت هم انځور شوی. بت د ۱۸۱۸ کال ده کوم چې د ۱۶۱۴ بیا رغونه ده. یاد بت لمړۍ مجسمه ده چې پاریس کې په عامه ځای کې ودرول شوه. په دیارلسمه پېړۍ کې (King Louis IX) د (the Palace of Justice) بیا رغونه وکړه، سل کاله وروسته (Philip IV) پراخ کړ. په دې سیمه کې محکمه هم وه چې په ټوله اروپا کې یې د ښکلا او مجسمو ساری نه وو په ۱۶۱۸ کال کې اور ور واچول شو، په ۱۸۷۱کال کې یې زیاته برخه ویجاړه شوه خو تر ټولو زیاته برخه یې په ۱۷۷۶کال کې اور سوزولې وه. محکمه کې یو لوی صالون هم موجود وو کوم چې اوس هم شته، په دې برخه کې تقریبا ۲۶۰۰ کسانو ته د فرانسې د انقلاب پر وخت د اعدام جزا اورول شوې او سرونه ترې قلم شوي.

د پاریس خلک
په ۱۸۵۰ کې پاریس کې تقریبا ۶۰۰۰۰۰ وګړي مېشت وو خو د صنعت له پراخېدو سره د ولایتونو خلک پاریس ته راغلل او په چټکۍ سره نفوس زیات شو. په ۱۸۷۰ کې یې د وګړو شمېر تر ۱۰۰۰۰۰۰ زیات شو او تر ۱۹۳۱ کال پورې ۵۰۰۰۰۰۰ ته ورسېد. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د نفوس زیاتېدو تر ۲۱ پېړۍ پورې دوام وکړ، په ۲۰۱۲ کې یې نفوس ۲۲۰۰۰۰۰ ته ورسېد.

په وروستیو کې ډېرې کورنۍ د ښار له منځ څخه د ښار څنډو ته ولاړې تر څو لویو کورونو کې مېشتې شي. ډېرو زړو یا تقاوت شو خلکو هم د پاریس ښار پرېښود، له بلې خوا د زېږون شمېر هم زیات شو او دې چارې پاریس د ځوانانو په ښار بدل کړ. د ښار چار چاپېره چې کوم نسل زېږېدلی د ښار شمېر زیات کړ، له دې پرته هغو مهاجرو یې هم نفوس زیاتېدو کې مرسته کړې چې د دې سیمې ندي خو په دې سیمې کې مېشت فرانسویان دي چې زیاتره یې د مراکش، الجیریا او د افریقا نور عرب مسلمان دي، همداسې په لسو کې درې وګړي د اروپايي هېوادونو ورغلي وګړي. کوم وګړي چې اصلي ځای یې شمالي افریقا ده په وروسته پاتې، غربت وهلو سیمو کې مېشت دي. د ۲۱ پېړۍ په پېل کې کله چې دندې کمې او بیکاري زیاته شوه نو اقتصادي فاشیزم ته یې لار هواره کړه.

په پاریس کې ډېر وګړي رومان کتولیک عیسویان دي، په دوېمه کچه ډېر مسلمان او بې دینه دي، همداسې یهود هم لري. په شمال ختیځه برخه کې ډېر دې سیمې ته مهاجر شوي مېشت دي لکه چینایان او د سوېلې اسیا خلک. تور پوستو کې بیا د مالي، کونګو، سېنګال خلک زیات دي.

لیکنه: ذکریا رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: